سوريه: د وچکالۍ د اغېزو په اړه د م م خبرداری

ملګرو ملتو لا له وړاندې په سوريه کې خپلې ۲۰ سلنه مرستې کمې کړې دي
د عکس تشریح، ملګرو ملتو لا له وړاندې په سوريه کې خپلې ۲۰ سلنه مرستې کمې کړې دي

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په سوريه کې وچکالۍ د غنمو پر حاصلاتو اغيز کړی او میليونه وګړي يې د خوړو له کمښت سره مخامخ کړې دي.

ډبليو اف پي يا د خوړو نړیوال سازمان وايي د سپټمبر مياشتې راپدېخوا په سوريه کې اورښت په اوسط ډول ډېر لږ دی.

دغه سازمان په سوريه کې د قحطۍ په اړه سخته اندېښنه په ډاګه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له سوري وګړو سره د مرستې لپاره د نړیوالو مرستندويانو مرستې هم مخ په کمېدو دي.

په سوريه کې درې کاله وړاندې خلک د ولسمشر بشار الاسد پر ضد پاڅېدل او تراوسه د جګړو په پایله کې له ۱۰۰زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

د خوړو نړیوال سازمان اندېښنه لري، چې دغه وچکالي به د هېواد په شمال لويديځ باندې ډېر اغېز وکړي، په ځانګړي ډول په حلب، هما او ادليب سيمو باندې.

د دغې ادارې يوې وياندې ويلي دي، چې په سوريه کې د ميليونونو کسانو ژوندو په خطر کې دی.

دا وايي شاوخوا ۶،۵ ميليونه سوري وګړي په سملاسي ډول بېړنيو خوراکي مرستو ته اړتيا لري.

دغه اندېښنې پر داسې مهال څرګندېږي چې پخپله دغې ادارې څو ورځې وړاندې د خلکو لپاره په خوراکي مرستو کې د ۲۰ سلنې کمولو اعلان وکړ.

په سوريه کې په ۲۰۰۸ کال کې هم دغه ډول قحطي راغلې وه.

بل خوا ايران ويلي دي، چې دوی سوريې ته نورې اضافي مرستې لېږي.