هند کې دریو کسانو ته د مرګ سزا ورکړل شوه

د عکس سرچینه، AFP
په هندوستان کې یوې محکمې دریو کسانو ته د مرګ سزا ورکړې ده.
دغه درې کسان د هغه قانون له مخې د مرګ په سزا محکوم شوي چې هغو کسانو ته د مرګ سزا ورکوي چې له یوه ځل نه یې ډېر جنسي تېري کړي وي.
دا درې کسان محکوم شوي وو چې تېرکال یې په بمبي کې پر یوې خبریالې جنسي تېری کړی و.
همدا درې کسان د هغو پنځو کسانو په ډله کې هم شامل وو چې په بمبي کې پر یوې بلې ښځې د جنسې تېري له امله تېره میاشت په عمري بند محکوم شول.
دا لومړني درې کسان دي چې د نوی قانون له مخې د مرګ په جزا محکومېږي.
قاضي شالني جوشي دغو کسانو ته د مرګ د سزا د اعلانولو پرمهال وویل چې د دغسې کسانو پر وړاندې باید له هېڅ ډول حوصلې کار وانخستل شي.
نوموړې زیاته کړه چې دغو کسانو ته په سزا ورکولو باید ټولنې ته یو څرګند پیغام ولېږدي.
دغو دریو کسانو پر یوې ۱۸ کلنې ټېلېفون اپریټرې او یوې ۲۲ کلنې خبریالې جنسي تېری کړی و چې په هندوستان کې د خبرونو سرټکو کې و.
کله چې پر خبریالې د جنسي تېرې خبرونه خپاره شول ۱۸ کلنه ټېلېفون اپریټره هم مخې ته شوه او ویې ویل چې یوه میاشت مخې پر هغې هم همدغو کسانو جنسي تېری کړی و.
وروسته له هغه چې په ۲۰۱۲ کال کې پر یوې ۲۳ کلنې زده کوونکې په ډهلي کې جنسي تېری وشو او له امله یې په ټول هېواد کې د خلکو غصه وپارېده په هندوستان کې د جنسي تېریو د قضیو څیړنې چټکې شوې دي.
د دغو دریو کسانو محاکمه په اوو میاشتو کې بشپړه شوې ده.








