د روسي ځواکونو خوځښت ناټو اندېښمنه کړې ده

د عکس سرچینه، Reuters
د اروپا لپاره د ناټو سر قوماندان د اوکرايين د ختيځې پولې مالدووا په اوږدو کې د روسي ځواکونو ټولېدنه، ددغه هېواد دواړو خواوو ته د اندېښنې وړ خبره بللې ده.
جنرال فليپ بريډلف په بروکسل کې د غږېدو پر مهال وويل، د ټولو شويو روسي ځواکونو شمېر دومره دى چې نه يوازې د اوکرايين ختيځې برخې، چې د مالدووا جلا شوې سيمه- پرېدنېسترووا هم گواښلى شي.
د اوکرايين ددفاع چارسمبالي (سرپرست) مرستيال وزير ليونيد پولياکوف له بي بي سي سره په مرکه کې وويل: هيله من دى چې لوېديځ يې له هېواد سره د پوځي تمرينو په گډون هر ډول مرسته وکړي:
“خوښ به شو که د هر هېواد يا ستراتېژيک ملگري له خوا راسره د نړيوالو قوانينو د چوکاټ دننه مرسته وشي او يا راته ځانگړي توکي وسپاري او يا دلته حضور ومومي.
دغه راز موږ د ترکيې د جنگي بېړيو پر راتلو هم اعتراض نه لرو، هغوى د کريميا له تاتارانو سره د ننگې ژمنه کړې ده. موږ له رومانيا، بلغاريا، فرانسې او امريکا سره د تمرينو د سرته رسولو مخالف هم نه يو. دا ډول تماسونه هر اخېز کېدلى شي چې پوځي مرسته هم په کې راځي.”
روسيه وايي د اوکرايين په ختيځ کې يې د عسکرو ټولېدنه له نړيوالو تړونو سره په بشپړ سمون کې ترسره شوې ده.
دا عسکر په اوکرايين کې د روس پلوه ولسمشر ويکتور يانوکوويج تر گوښه کولو وروسته له روسيې سره د کريميا ټاپووزمې له تړنې سره هم مهاله ترسره کېږي.
د اوکرايين د بهرنيو چارو وزير اندرې دېشچيتڅه گواښنه کړې چې له روسيې سره د جگړې خطر مخ په ډېرېدو دى.
هغه بي بي سي ته وويل چې ستونزه د روسيې په ولسمشر ولاديمير پوتين کې ده، چې نه يوازې له اوکرايين سره، چې له لوېديځ سره هم خبرو ته نه کېني.
د امريکا يوه جگپوړي امنيتي چارواکي په ډاگه کړه چې هېواد يې د اوکرايين له خوا د مرستې هره غوښتنه په غور سره څېړي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service








