روسانو کریمیا کې اوکراینۍ اډه سوځولې

د عکس سرچینه، BBC World Service
روسي ځواکونو په کریمیا کې د اوکرایین یوه اډه سوځولې ده او لاسي اور بلوونکي بمونه یې ور غورځولي دي. په پېښه کې لږترلږه یو کس ټپي شوی دی.
د بلبک په نامه دغه اډه، سیواستوپول ته څېرمه موقعیت لري.
ویل کېږي چې دغه اډه اوس د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.
وړاندې سلګونو سوله ییزو لاریون کوونکو د کریمیا په لوېديځ نووفیدوریوکا کې د اوکرایین سمندري اډه نیولې وه.
په داسې حال کې چې روسي ځواکونو په کريميا کې پر يوه اوکراينۍ اډه يرغل وروړی، د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
راپورونه وايي له سېواسټوپول سره نژدې، پر بېلبېک اډې د يرغل پر مهال لږترلږه يو کس ټپي شوی دی. ويل کېږي دغه اډه اوس د روسيې تر ولکې لاندې ده.
له دې وړاندې سلګونه بې وسلې احتجاجيانو د کريميا لوېديځ کې د نوووفېډورېوکا پوځي اډه نيولې وه.
روسي پلوه ملېشو د اوکراين سمندري ځواکونو بېړۍ هم نيولې دي.
په کريميا کې د بي بي سي خبريال ايان پنېل وايي پر دغې ټاپوزمې اوکرايني ځواکونه داسې احساس کوي چې کلابند شوي او په اوکراين کې د خپلو مشرانو له لوري پرېښودل شوي دي.
د جمعې پر ورځ د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين سره له دې چې د امريکا او اروپايي ټولنې له لوري پرې تازه بنديزون ولګېدل، يو قانون لاسليک کړ، چې د روسيې له لوري له اوکراين د کريميا نيولو ته رسمي بڼه ورکوي.
"هر لوری لوګی"
په بېلبېک کې دوه پرسونل لېږدوونکي زغروال ګاډي د اډې پر دېواله ورننوتلي، چې روسي ځواکونه ورپسې او په هوا کې يې ډزې کولې.
بيا يو امبولانس هم ليدل شوی چې دغه اډې ته ورننوت، په داسې وخت کې چې د يوه کس د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.
د اوکراين سرتېري بيا د دغې اډې په عمومي ډګر کې په درنو وسلو سمبال روسي ځواکونو ترمخ راغونډ شوي وو.
دغه يرغل د روسانو له خبرداري وروسته شوی دی.
د بېلبېک اډې قوماندان له دې مخکې لسګونه سرتېرو ته ويلي وو که بريد پرې وشو هوايي ډزې دې وکړي.
ده ويلي وو له څو ورځو يې له کيېفه امرونو ته انتظار کړی، خو هېڅ هم نه وو ورته ويل شوي.
د اوکراين پوځي مشران دا خبره ردوي، او وايي په کريميا کې هر ټولي ته روښانه امر شوی، چې که بريد پرې وشي څه بايد وکړي.

د عکس سرچینه،
پر همدې مهال په کريميا کې د بي بي سي خبريال وايي د کريميا "ځاني دفاع" لا ډېر ټولي، چې په پوره جامو کې کوساک ملېشې هم په کې دي، له سېواسټوپول سره نژدې اډې ته ورسېدل.
د اوکراين رسنيو د دغه هېواد د دفاع وزارت کريميا سيمې وياند له خولې ويلي په نووفېډورېوکا کې بريدګرو پر دغې اډې د لوګي بمونه ورغورځولي دي.
ولاډيسلاو سېلېزيوف وويل "هر لوری لوګی و. موږ عمومي مرکزونو ته په شا شوو."
ده وروسته وويل د اوکراين ځواکونه د ملي سرود له غږولو وروسته له دغې اډې وتلي دي.
روسي پلوه ملېشو، چې د روسيې ځواکونه يې ملاتړ کوي، د کرېميا لروبر د اوکراين سمندري ځواکونو بېړۍ يا نيولې او يا يې هم پرې لار بنده کړې ده.
يوه روسي پلوه فعال بي بي سي ته وويل "ټوله کريميا د روسيې ده، او د اوکراين ځواکونه بايد له دې ځايه ووځي."
روسي ځواکونو، تېره مياشت له پراخو لاريونونو وروسته د اوکراين ولسمشر وېکټر ينوکووېچ له پرځولو وروسته، کريميا تر خپلې ولکې لاندې راوسته.
کرېملېن وايي دا ګام يې ځکه اخيستی چې په کريميا کې "خپل ملګري" له "فاشېسټانو" وساتي چې د اوکراين له نورو برخو ورځي.
کيېف دغه ادعا رد کړې، او مسکو يې پر "بربنډو دروغو" تورن کړی چې د مځکې ورنيولو سپيانوی پرې وکړي.
اوکراين او لوېديځ په کريميا کې د مارچ ۱۶ مې ټولپوښتنې غندنه کړې او "ناقانونه" يې بللې، چې رايه ورکوونکو په کې له روسيې سره د يو ځای کېدو رايه ورکړه.
ولسمشر ولادمیر پوتين بيا له هغه وروسته يو قانون لاسليک کړ، چې د کريميا نيول رسمي کوي.
امريکا او اروپايي ټولنې يې ځواب په يو لړ بنديزونو لګولو ورکړ، چې موخه يې د جګپوړيو چارواکو په ګډون په هغه څه کې ښکېل کسان دي چې واشنګټن او بروکسل يې د کريميا ورنيولو عمل بولي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service








