د کریمیا تتار مسلمانان وپېژنئ

د عکس سرچینه، BBC World Service
د کریمیا ټاپو د اوسېدونکو پرسر په د روسیې او اوکرایین ترمنځ وروستۍ ترینګلتیاوې د دې لامل شوې، چې د کریمیا تتار مسلمان وګړي له روسیې سره د خپل هېواد د یوځای کېدو په اړه غبرګون وښيي.
د کریمیا تتار مسلمانان څوک دي، او هلته یې تاریخ څومره لرغونتیا لري؟
تتار د کریمیا ټاپو د ټول ټال وګړو نژدې ۱۲ سلنه جوړوي، چې شمېر یې نژدې ۲۳۴ زرو ته رسېږي، خو د کریمیا د ټول ټال وګړو شمېر کابو دوه میلیونه دی.
هلته د روسي توکمه وګړو شمېر ۵۸ سلنې ته رسېږي، چې د دغه ټاپو د وګړو ډېره برخه جوړوي، همدا ده چې له روسیې سره د کریمیا د یوځای کېدو په تړاو یې په ټولپوښتنه کې وزن زیات و.
خو له ۲۰۰۱ کال راهیسې د اوکرایین له خوا د یوې سرشمېرنې پربنسټ، کریمیا ټاپو کې د اوکرایین اصلي اوسېدونکو شمېر نژدې ۲۴ سلنه دی.

د عکس سرچینه، Getty
اوکراییني وګړي
د اوکرایین د مخکني ولسمشر ویکوتر یانوکوویچ تر لیرې کېدا وروسته، ددغه هېواد نوي پارلمان هغه پرېکړه وغندله، چې وايي تتار د کریمیا ټاپو اصلي اوسېدونکي دي.
خو په وروستیو مظاهرو کې د کریمیايي تتارو ونډه د پام وړ وه، چې په اوکرایین کې یې د یانوکوویچ پرضد ډېرې چیغې اوچتې کړې، خو له روسیې سره یې د خپل هېواد نژدې کېدل نه غوښتل.
د کریمیا تتار په دې اند وو، چې د اوکرایین او اروپايي ټولنې تر سیوري لاندې ژوند شاید دوی ته ډېرې ازادۍ او حقونه ورکړي وای، خو نه پوهېدل، چې په تېر کې د روسیې تر واکمنۍ لاندې له ډېرو حقونو بې برخې وو.
د کریمیا ټاپو په ۱۹۵۴ کال له اوکرایین سره وروسته تر هغه یوځای شو، چې اوکراییني الاصله کمونیست مشر نیکتا خروچوف خپل اصلي ټاټوبي ته ډالۍ کړ، خو د پخواني شوروي اتحاد د واکمنۍ پرمهال دا پرېکړه جدي او عملي نه شوه.
خو په ۱۹۹۱ کال د پخواني شوروي اتحاد تر ټوټې کېدو وروسته، کریمیا د اوکرایین خو یوه مستقله برخه وګرځېد، چې کورواکه اداره یې لرله.

د عکس سرچینه، AP
په زور کډوالول
د کریمیا زیاتره تتار وګړي په ۱۹۴۴ کال د پخواني شوروي اتحاد د مشر جوزیف ستالین د واکمنۍ پرمهال په زور له خپلو سیمو وایستل شول، خو اصلي تور پرې دا و چې ګني له جرمنیانو سره یې په دویمه نړیواله جګړه کې همکاري کړې ده.
ګڼ کریمیايي تتارد منځنۍ اسیا هېوادنو ته کډوال شول، ترکیې ته هم وخوځېدل او هلته یې له خپل هېواد بهر تر ټولو لویه ټولنه جوړه کړه.
همدا وه چې د کریمیايي تتارو د پارلمان مشر رفعت چوباروف ترکیې ته ولاړ او له ترکي لومړي وزیر رجب طیب اردوغان سره یې وکتل او د کریمیا له تتارو سره یې خپل رسمي ملاتړ اعلان کړ.

د عکس سرچینه، BBC World Service
چوباروف وړاندې هم له روسیې سره د کریمیا یوځای کېدل غندلي وو، او له ملګرو ملتونو یې غوښتي وو چې دغه ټاپو ته سوله ساتي ځواکونه واستوي.
راتلونکی
د کریمیا ټاپو د اتلسمې پېړۍ تر وروستیو پورې د عثماني خلافت تر واک لاندې سیمه وه، چې په سیمه کې یې تور سمندر ته هم جغرافیوي رول درلود.
خو د عثمانیانو او روسي امپراتورۍ تر منځ تر اوږدې جګړې وروسته، روسیه وتوانېده چې کریمیا ونیسي، او هلته ګڼ روسان مېشت او ژوند یې غوره کړ.

د کریمیا تتار هلته د روسيې د واکمنۍ تر سیورې لاندې ژوند کول نه خوښوي، او وايي چې د کمونیستي نظام تر چتر لاندې اوسېدل به د دوی ازادۍ او دیني شعایر محدود کړي.
د کریمیا تتار مشران له روسې د غچ اخیستلو وېره هم لري، ځکه چې دوی د روسیې ضد مظاهرو کې ګډون کړی و، چې په لړ کې یې روسي پلوه ولسمشر ویکتور یانوکوویچ وپرځول شو.
که څه هم ځینو کریمیايي تتار مشرانو روسیې ته وروستیو کې سفر وکړ، او مسکو ډاډ ورکړ، چې د دوی راتلونکی به خوندي وي، خو لاهم د کریمیا تتار اندېښمن دي چې د روسي نظام تر سیوري لاندې به دوی څه ډول ژوند او ازادۍ ولري.








