اروپا پر روسیې د نویو بندیزونو تابیا نیسي

د عکس سرچینه، AP
په داسې حال کې چې اوکرایین د سمندري ځواکونو یو نیول شوی قومندان خوشی کړی، اروپا د اروپايي سرمشریزې په لړ کې پر روسیې د نویو بندیزونو لګولو په درشل کې ده.
د جرمني لومړۍ اعظمې انګیلا میرکل پارلمان ته په وینا کې ویلي، چې د اروپايي اتحادیې مشران به ژر پر روسیې د نوي بندیزونو لګولو لپاره یوه غونډه وکړي.
په دغو بندیزونو کې اقتصادي بندیزونه هم راځي، چې د روسیې د سیاست لپاره ډېر اغېزمنوونکي تمامېدای شي.
میرکل ویلي، چې اروپايي ټولنه پر پنجشنبې او جمعې ورځو بروکسل کې پر روسیې د درېیم ځل لپاره د بندیزونو لګولو هوډ لري.
بل خوا، اوکرایین ویلي، چې د سمندري ځواکونو قومندان سیرګي هایدوک یې د کریمیا ټاپووزمې پر یوې اډې د برید پرمهال خوشی کړی دی.
اوکرایین وړاندې ګواښ کړی و، که چېرې په څو ځایونو کې نیول شوي کسان خوشي نه شي، د دوی غبرګون به ډېر توند وي.
پر همدې مهال، د ملګرو ملتونو عمومي منشي د روسیې پلازمېنې مسکو ته پر سفر بوخت دی، چې په اوکرایین کې د روان کړکېچ لپاره سیاسي حل ومومي.
د امریکا متحدو ایالتونو له روسیې سره د کریمیا د یوځای کېدو له ټولپوښتنې سره مخالفت کړی دی.
په همدې لړ کې واشنګټن پر مسکو د بندیزونو ګواښ هم کړی دی.
بان کي مون له روسیې وروسته اوکرایین ته هم روان دی، چې د دواړو دولتونو ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي.

د عکس سرچینه،
د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې هم فضا وروسته تر هغه ترینګلې شوه چې روسي او امریکايي استازو د اوکرایین د شخړې پر سر یو او بل ته برګ شول.
اوباما په یوه تلوېزیوني مرکه کې ویلي چې هېڅوک "له سوریې سره د جګړې پیلېدل" نه غواړي، او دا جګړه به د هېچا په ګټه نه وي.
هغه پر روسیې په پرله پسې ډول د ديپلوماتیک حل پر موندلو ټینګار کړی دی.
امریکايي ولسمشر ویلي چې د روسي ولسمشر غبرګون د هغه کمزوري ښيي، نه قوت.
بل خوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف ویلي، چې شاید تر یوې اونۍ پورې له روسیې سره د کریمیا ټاپو د یوځای کېدو اجرآت بشپړ شي.








