امريکا د کريميا پر سر روسيې ته خبردارى ورکړ

د عکس سرچینه، RIA Novosti
د امريکا متحده ايالاتونو روسيې ته خبردارى ورکړى چې له خپلې خاورې سره د کريميا په تړلو سره به د ډېپلوماسۍ ټولې لارې وتړي.
د خپل روسي سيال سيرگې لاوروف سره تيليفوني خبرو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري وويل کريميا د اوکرايين د خاورې برخه ده او ماسکو بايد د پوځي کړکېچ مخنيوى وکړي.
په همدې حال کې ولسمشر اوباما د اوکرايين پر کړکيچ د نړۍ له مشرانو او په دې ډله کې د بريتانيا د لومړي وزير ډېويډ کاميرون او د فرانسي له ولسمشر فرانسوا اولاند سره خبرې کړي دي.
ولسمشر اولاند خبردارى ورکړى چې که روسيه له کريميا څخه خپل پوځونه په شا نه کړي نو پرضد به يې نوي گامونه اوچت شي.
خو داچي دا به څه ډول گامونه وي په دې اړه يې څه نه دي ويلي.
د اروپايي کميسيون مشر خوزي مانويل باروسو ويلي دي روسيه بايد له دې ونه وېرېږي چې اوکرايين غواړي چې له اروپايي اتحاديي سره نژدې شي او نه يې بايد د خاورې کومه برخه لاندې کړي.
ښاغلي باروسو وويل دا د منلو وړه نه ده چې روسيه دې کريميا له خپلې خاورې سره يوځاى کړي .
"زه فکر کوم په ٢١ پيړۍ کې دا د منلو وړ نه ده ، لاهم موږ د هېوادونو ترمنځ د ځواک انډول مسالې او د يو بل هېواد سره د نورو هېوادونو د ځنو برخو د تړلو له ستونزو سره مخامخ يو چې دا د منلو وړ نه ده . موږ سولې ، سيمه ييزې سولې ،لويو وچو سولې او نړېوالې سولې ته اړتيا لرو .نوځکه موږ لا هم هيله لرو چې دغه لانجه په سوله ييز ډول هواره شي ، د خبرو اترو له لارې چې د اوکرايين حکومت ، اروپايې اتحاديه او د امريکا
متحده ايالاتونه په کې ښکيل وي . موږ چمتو يو چې اوکرايين او ټولې اروپا ته د سولې لپاره گډ کار وکړو".
کريميا کې روسي پلوه عسکرو لوړه وکړه
خو دامريکايي او اروپايي مشرانو د غوښتنو خلاف په کريميا کې بل څه تېرېږي او د روسانو دريځونه لا پياوړي کېږي.
سيرگې اکسونوف چې ځان يې د کريميا د لومړي وزير په توگه نومولى دى د روسي پلوه ځاني دفاع داوطلبانو د لوړې مراسم پرځاى کړل چې د کريميا نوى پوځ به جوړوي.
دغه مراسم د سيمفروپل په ښار کې ترسره شول او داو طلبانو د خپل نوي مشر په وړاندې لوړه وکړه .
د مراسمو نه وروسته ،ښاغلي اکسونوف وويل کريميا کې ټول پوځي ځواکونه بايد ترنوې سيمه ييزې قوماندانۍ لاندې راشي اوهغه کسان کولى شي خپلو کورونو ته ولاړ شي چې له نويو ځواکونو سره يوځاى کېدل نه غواړي .
"ټولې هغه پوځي اډې چې د کريميا په کورواک جمهوريت کې پرتې دي د کريميا په کورواک جمهوريت پورې تړلې دي . هغه پوځي جزوتامونه چې د حکومت نه اطاعت نه کوي او قانوني واک يې په رسميت نه پيژني بايد په آرام ډول بي وسلې شي ، استعفي ليکونه وړاندې کړي او خپلو کورنو ته لاړ شي . هغه کسان چې غواړي د کريميا د کورواک جمهوريت په پوځ کې خدمت وکړي کولى شي چې خپل غوښتنليکونه وسپاري ، او موږ چمتو يو چې دغه غوښتنليکونه ومنو او پوځي جزوتامونه جوړ کړو"
اروپايي څارونکي کريميا ته پرېنښودل شول
په يوه جلا پرمختگ کې اروپا کې د امنيت او همکارۍ د سازمان د نړيوالو څارونکو هغه پنځوس کسيزه ډله چې غوښتل يې کريميا ته ننوځي بيرته وگرځول شوه.
هغو روسي پلوه ساتونکو چې پوله کې يې د پلټنې د پوستي دنده ترسره کوله وويل څارونکي اجازه نه لري چې کريميا ته ننوځي .
د هنگري له هيواده د سازمان يوه غړي گبور اکس وويل د دوى روحيه ترپخوا خورا ډېر توپير درلود.
"د ا ځلي دوى ترپخوا ډېر په غوسه وو، په تېره پر اوکراينيانو ډېر په غوسه شول . خداى نه منندوى يو چې يوازې لفظي شخړه وه . زموږ د پلاوي پر ضد کوم فزيکي تاوتريخوالى پېښ نه شو ."
دا دريم ځل دى چې اروپا کې د امنيت اوهمکارۍ سازمان استازي کريميا ته له ننوتو منع کېږي چې اوس د روسانو ترکنټرول لاندې ده.
بلخوا د روسي د بهرنيو چارومرسيتال وزير ماسکو کې د اوکرايين له سفير سره خبرې کړي دي . د خبرو جزييات نه دي ورکړل شوي خو ويل شوي چې خبرې په پرانېستي فضا کې ترسره شوې .








