کریمیا له روسیې سره یو ځای کېدل غواړي

د عکس سرچینه، Reuters
د کریمیا پارلمان وایي له مسکو نه یې غوښتي چې د اوکراین دې سیمې ته له روسیې سره د یوځای کېدو اجازه ورکړي.
کییف دا ګام د اساسي قانون خلاف بولي.
د کریمیا د پارلمان غړو پر مسکو غږ کړی چې د اوکراین دغه جنوبي سیمه د روسیې فدراسیون د برخې په توګه ومني.
په کییف کې د حکومت یوه وزیر وویل روسیې ته د کریمیا ور ننوتل به د اساسي قانون خلاف وي.
د کریمیا حالات چې ډیری خلک یې روسي ژبي دي او چې په کییف کې روسی پلوه رژیم نسکور او ولسمشر له هېواده وتښتېد، اوس ډېر د پام په مرکز کې دي.
اوس د کریمیا ټاپو واک د روسانو او روسي پلوو په لاس کې دی چې له اوکراینه د خپلواکۍ په لټه کې دی.
په ځانګړې توګه دا په دې وروستیو ورځو کې زیات احساسېږي.
د کریمیا پارلمان پر داسې مهال له روسیې سره د ورګډېدو د غوښتنې اعلان کوي چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه په بروسلز کې بحث کوي.
دوی پر دې سره غږېږي چې د روسي ځواکونو له خوا د اوکراین د خاورې نیواک ته کوم غبرګون وښيي.
په عین مهال کې واشنګټن ویلي، ځینو هغو روسانو او اوکراینیانو ته په ویزه ورکولو به محدویتونه لګوي چې د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا په ماتولو او خپلواکۍ ته په ګواښ تورن دي.
رسمي غوښتنه
د کریمیا پارلمان ویلي، د روسیې د حقونو په پام کې نیولو سره د روسیې فدارسیون ته ورګډېږي.
په خپله وېبپاڼه کې د یوې اعلامیه په لړ کې د کریمیا پارلمان ویلي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتینه یې غوښتي چې هغه بهیر پیل کړي چې په رسمي توګه کریمیا د روسیې فدارسیون ته ور ننوځي.
د کریمیا د پارلمان مرستیال مشر سېرګي څېکوف وویل، د دې مانا دا ده چې موږ له خپل مورني ټاټوبي سره بیا یو ځای شولو چې د ډېر اوږده مهال لپاره یې برخه وو.
کرملېن وایي، ولسمشر پوتین په کریمیا پارلمان کې له وروستیو پرمختیاوو خبر دی او لا یې د دې غوښتنې په اړه ښکاره غبرګون نه دی ښوولی.
که د کریمیا خلک د پارلمان دا غوښتنه ومني، نو له ولسه به یې د مارچ د ۱۶مې په ټولپوښتنه کې دوې پوښتنې کېږي.
لومړی: تاسو له روسیې سره د یو ځای کېدو پلوی یاست؟
دویم: تاسو غواړئ چې کریمیا د اوکراین د برخې په توګه پاتې شي؟
ښاغلي څېکوف خبریالانو ته وویل، باوري دی چې د کریمیا ډېر خلک به د پارلمان دې پرېکړې ته خوښ وي او په رېفرنډوم کې به د دوی د پرېکړې ملاتړ وکړي.
د اوکراین نوي چارسمبالي ولسمشر اولکساندر تورچېنوف وویل د کریمیا د واکمنو پرېکړه د ماشې په زور شوې او ناقانونه ده.
د اوکراین د منځمهالي حکومت د اقتصاد وزیر پاولو شېرېمېته وویل د اوکراین د اساسي قانون د ۷۳ مادې له مخې به له روسیې سره د کریمیا یو ځای کېدل نا قانونه وي.
هغه زیاته کړه، د اوکراین د خاورې بدلون به یوازې د اوکراین د ټولپوښتنې په چوکاټ کې کېږي.








