اوباما پوتين د کرايميا پر سر خبرو ته هڅولی

د عکس سرچینه، Reuters
د امريکا ولسمشر بارک اوباما له دې سره هممهاله چې د کرایميا پارلمان له روسيې سره د يو ځای په اړه رايه ورکړه، له ولسمشر ولادمير پوتين سره ټيليفوني خبرې کړې دي.
ښاغلي اوباما د اوکراين د کړکېچ د حل لپاره د روسيې له ولسمشر سره د سپنې ماڼۍ پېشنهادي لارې چارې مطرح کړې.
په دغو ټيلیفوني خبرو کې چې سپنې ماڼۍ ويلي يو ساعت يې دوام وکړ، ولسمشر اوباما خپل روسي سيال ته يادونه وکړه، چې د کرايميا په ټاپووزمه کې د مسکو اقدامات د اوکراين د يووالي او خپلواکۍ سرغړونه ده.
ښاغلي اوباما ويلي همدا د دې لامل شو، چې امريکا له خپلو اروپايي متحدانو سره يو شي او د دې پر ضد اقدام وکړي.
ده دغه راز ولادمیر پوتين ته ويلي، چې د اوکراين د کړکېچ د حل لپاره بايد دپلوماتیک حل پيدا شي چې د اوکراين، روسيې او نړيوالې ټولنې ګټې خوندي کړي.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما په دغه ټيلیفوني اړيکه کې وړانديز کړی چې د روسيې او اوکراين حکومتونه دې په هغو خبرو کې مخامخ ګډون وکړي، چې د نړيوالو څارونکو له لوري برابرېږي.
کرميلين هم اعلان کړی، چې ولادمير پوتين له ولسمشر اوباما سره په ټيليفوني خبرو کې ويلي چې د مسکو او واشنګټن اړيکې د نړۍ د ثبات او امنيت لپاره مهمې دي او ''دغه اړيکې بايد د اوکراين پر سر د افرادو د اختلاف قرباني نه شي''.
کرايميا روسيې سره
د روسيې ولسمشر ټينګار کړی هغه حکومت چې اوس په روسيه کې واک ته رسېدلی ''له اساسي قانون سره په ټکر کې کودتاه'' ده او د اوکراين د ختيځ او سويل ختيځ او دغه راز د کرايميا خلک له هغه سره موافق نه دي.
بل خوا د کرایمیا پارلمان وایي له مسکو نه یې غوښتي چې د اوکراین دې سیمې ته له روسیې سره د یوځای کېدو اجازه ورکړي
کیف دا ګام د اساسي قانون خلاف بولي.
د کرایمیا د پارلمان غړو پر مسکو غږ کړی چې د اوکراین دغه جنوبي سیمه د روسیې فدراسیون د برخې په توګه ومني.
په کیف کې د حکومت یوه وزیر وویل روسیې ته د کرایمیا ورننوتل به د اساسي قانون خلاف وي.
د کرایمیا حالات چې ډیری خلک یې روسي ژبي دي او چې کیف کې روسی پلوه رژیم نسکور او ولسمشر له هېواده وتښتېد، اوس ډېر د پام په مرکز کې دي.








