اوباما: روسیې له نړیوال قانونه سرغړونه کړې

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا ولسمشر بارک اوباما خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته ویلي چې روسیې اوکرایین ته د ځواکونو په استولو له نړیوال قانون نه سرغړونه کړې ده.
له ولسمشر پوتین سره په ۹۰ دقیقو ټېلېفوني خبرو کې ولسمشر اوباما غوښتنه وکړه چې روسیه دې خپل ځواکونه بېرته په کریمیا کې خپلو اډو ته ولېږدوي.
خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ځواب کې ویلي چې روسیه د دې حق لري چې د خپلو ګټو او اوکرایین کې د هغو کسانو دفاع وکړي چې په روسي ژبه خبرې کوي.
سپینه ماڼې وايي ولسمشر بارک اوباما ښاغلي پوتین ته ویلي چې د اندیښنو د له مینځه وړلو لپاره ښه لار دا ده چې د اوکرایین له حکومت او نړیوالو مینځګړو سره مخامخ خبرې وشي.
سپینه ماڼې وايي ولسمشر اوباما له خپل روسي سیال سره په خبرو کې د اوکرایین پر خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د روښانه تېري په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
ښاغلي اوباما ولسمشر پوتین ته ویلي چې د ده اندیښنې له نړیوال قانون نه د سرغړونې، د ملګرو ملتونو منشور ته د روسیې د ژمنتیا او په ۱۹۹۷ کال کې له اوکرایین سره د روسیې د پوځي تړون په اړه دي.
خو کریملین وايي چې له ولسمشر پوتین سره په خپلو ټېلېفوني خبرو ښاغلي اوباما د هغه ریښتني ګواښ یادونه ونه کړه چې په اوکرایین کې روسیي اتباع ورسره مخامخ دي.
دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي چې د کاناډا او ارپايي هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو، د اروپايي اتحادیې د بهرنې تګلارې له مشرې کترین اشټن او په امریکا کې د جاپان له سفیر سره غږېدلی چې راتلونکي ګامونه سره همغږي کړي.
په همدې حال کې کاناډا له مسکو نه خپل سفیر د سلا مشورو لپاره بیرته ورغوښتی دی.
د کاناډا صدراعظم سټیفن هارپر وايي د جون په میاشت کې یې د روسیې په سوچي کې د اتو صنعتي هېوادونو سرمشریزې ته یې خپلې تیارۍ ځنډولي دي.
په همدې ترڅ کې د ناټو سرمنشي انرېس فو راسموسين روسيه تورنه کړې چې په اروپا کې يې امنيت او ټيکاو ته گواښ پېښ کړى دى.
هغه د اوکرايين پر حالاتو د ناټو له بيړنۍ غونډې دمخه دا خبرې کولې.
اخوا اوکرایین وايي چې پوځ یې په بشپړه توګه د تیارسۍ په حال کې دی.
د اوکرایین چارسمبالي ولسمشر اُلکساندر تورچینوف وویل د اتومي تاسیساتو په ګډون یې د مهمو ځایونو امنیت سخت کړی دی.








