روسیې د کریمیا هوایي ډګرونه نیولي دي

د عکس سرچینه، AFP
د اوکراین د کورنیو چارو وزیر په روسیې تورلګولی چې سمندري ځواکونو یې په کریمیا کې د سېواستوپول هوایي ډګر نیولی دی.
ارسېن اواکوف دا وسله وال یرغل بللی دی.
د کریمیا بل مهم هوایي ډګر سمفېروپول هم وسله والو کسانو نیولی دی.
خو په تور سمندرګي کې د روسیې سمندري ځواک دا نه مني چې په هوایی ډګر کې د دوی ځواکونه دي.
ویل کېږي چې دا کسان روسي پلوه ملیشې دي.
د اوکراین پارلمان د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا غږ کړی چې په کریمیا کې پر کړکېچ بحث وکړي.
په داسې حال کې چې د اوکراین کرنسي سخته لوېدلې ده، د هېواد مرکزي بانک اجازه نه ورکوي چې څوک له خپل بانکي حسابه د ورځې له ۱۰۰۰ یورو زیاتې نغدې پيسې وباسي.
په عین مهال کې د اوکراین نوی ولسشمر اولکساندر تورچینوف د پوځ مشر یوري ایلین له دندې ګوښه کړی دی.
ویل کېږي چې ښاغلی ایلین د پنجشنبې په ورځ د زړه حملې له امله روغتون ته لېږدول شوی و.
اوس وسله وال سړي د کريميا په مرکز کې پر يوۀ هوايي ډگر پيره کوي.
دا د اوکراين هغه يوازينۍ سيمه ده چې روسي توکمي په کې اکثريت دي.
دوى په رسمي جامه کې دي، منظم او هوډمن دي، دا لا جوته نه ده چې دوى د چا استازيتوب کوي خو نيت يې ښکاره دى.
یو ساتونکی وایي"موږ عامه نظم ساتو او نه غواړو چې له کييف نه افراطيان په الوتکو کې راشي، د اوکراين خلک راشي او دلته ستونزه جوړه کړي.دا زموږ گام دى چې کريميا ته د اور خپرولو مخه ونيسو. همدا علت دى چې کريمیا کې افراطيت نه غواړو، فاشيزم نه غواړو دلته سوله غواړو."
دا دلته د ستونزې لومړنۍ نخښه نه ده.
د اوکراين د کورنيو چارو وزير د روسيې پر سمندري ځواک تور لگولى چې دغلته يې پر يوۀ پوځي هوايي ډگر وسله وال يرغل کړى دى.
خو د تور سمندرګي د روسيې سمندري ځواک دا خبره رد کړې چې روسي عسکر په کې ښکېل دي.

د عکس سرچینه، Reuters
کريميا وار د مخه د اوکراين د نويو مشرانو او د روس پلوو تر منځ د لانجې په يوۀ زړي بدلېږي.
لاریونیان چې روسي بيرغونه رپوي د هغو وسله والو ملاتړ ته راغلي چې د پنجشنبې په ورځ يې ځايي پارلمان نيولى و.
دغلته فعاله کابينه لرې او پر ځاى يې نوې کښېنول شوه. په همدې ترڅ کې د اوکراين شړل شوى ولسمشر ياناکويچ اوس په روسيې کې دى او خبري کانفرانس ته چمتوکېږي.
اټکل دا دى چې دى به بيا ټينگار کوي چې لا هم د اوکراين ولسمشر دى.
په کييف کې د اوکراين پارلمان د ملگرو ملتونو پر امنيت شورا غږ وکړ چې د دوى پر کړکېچ غونډه را وبولي او له روسيې وغواړي چې د دوى په وينا هغه گامونه ودروي چې د اوکراين د خپلواکۍ او د خاورې د تماميت پر ضد دي.
خو د دې ستونزو په سر هم د کريميا هوايي ډگر د اوس لپاره فعال ښکاري.
خو د مياشتو مياشتو سياسي بې ثباتيو د بېلتون زړي کرلي دي او لا نورې بدې ورځې په مخ کې شته.
مسکو وايي د کړکېچ د مخنيوي لپاره له لوېديځ سره د همکارۍ غوښتونکی دی، خو بهرنيو هېوادو ته يې گواښ وکړ چې د اوکراين په استازيتوب له پرېکړو ډډه وکړي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند السکاندر لوکاشېويچ وويل د وتلو لاره بايد د سولې هغه تړون وي چې تېره اوونۍ د پخواني ولسمشر ويکتور يانوکوويچ او مخالفينو ترمنځ لاسليک شو.
ښاغلي لوکاشېويچ چې له روسي ټلوېزيون سره غږېده، وويل د حل په هره لار کې بايد د ټولو اوکرايينيانو گټې خوندي شي.








