روسیه اوکراین ته پوځونه لېږي

د عکس سرچینه، AP
د روسیې پارلمان د ولسشمر پوتین هغه غوښتنه ومنله چې اوکراین ته روسي پوځونه واستوي.
روسي ولسسمشر ولادیمیر پوتین وویل روسي ځواکونه به په اوکراین کې د سیاسي حالاتو تر نورمالېدو پورې هلته پاتې کېږي.
د روسیې د تورسمندرګي ځواک په کریمیا کې دی چې ډېر روسي توکمي پکې اوسېږي.
کرملین وايي ولادیمیر پوتین د روسیې له پارلمانه غوښتي چې په اوکراین کې د روسي وګړو د ژغورلو لپاره وسله وال ځواکونه واستوي.
کییف په کریمیا کې د روسيې وسله وال خوځښتونه غندلي او پر روسیه یې تور لګولی چې په سیمه کې وسله واله شخړه پاروي.
د اوکراین چارسمبالي ولسشمر اولکساندر تورچینوف له ملي امنیت وزیر سره بېړنۍ غونډه کړې ده.
کریمیا
- د اوکراین د ننه کورواکی جمهوریت دی
- په ۱۹۴۵م کال کې له روسيې ګوښی شو
- روسي توکم وګړي، ٪ ۵۸،۵
- اوکراین توکم وګړي، ۲۴،۴٪
- د کریمیا تاتاران، ۱۲،۱٪
- مبنع: د اوکراین د احصاییې اداره ۲۰۰۱م کال
د کریمیا مشر پر پوتین د مرستې غږ کړی
په داسې حال کې چې امریکا روسیې ته د پوځې لاس وهنې پر ضد خبرداری ورکړی، د کریمیا نوي مسکو پلو مشر له روسي ولسشمر ولادیمیر پوتینه غوښتي چې د سولې د ټینګښت په برخه کې مرسته ورسره وکړي.
د کرمیلین یوې منبع ویلي، د سېرګې اکسیونوف پر غوښتنه غور کوي.
له اوکراینه رپوټونه د تیرې شپې د نښتو خبر ورکوي او ویل کېږي چې د توغندیو د اډې د نیولو هڅه شوې وه.
د اوکراین منځمهالي لومړي وزیر ارسیني وڅېنچوک پر روسیې تور ولګاوه چې د حالاتو د لمسون په لټه کې دی.
نوموړي د خپلې کابینې په لومړنۍ غونډه کې دا څرګندونې وکړې.
د اوکراین د دفاع نوي وزیر ایهور تینیوخ پر روسیه تور ولګاوه چې په دې وروستیو کې یې ۶۰۰۰ زیاتي سرتېري اوکراین ته استولي دي.
د اروپايي ټولنې مشر کمیشنر خوسې مانوېل باروسو وویل دی هغو رپوټونو هېښ کړی دی چې د اوکراین د خاورې پر تمامیت د تېري په اړه دي.
بیګا د امریکې ولسشمر بارک اوباما روسیې ته د پوځي لاسو هنې پر ضد خبرداری ورکړ.

د عکس سرچینه، Reuters
ښاغلي اوباما وويل په اوکراین کې به هر ډول پوځي لاسوهنه خپله بیه ولري.
د اوکرايين پر سر له روسيې سره د لوېديځ ناندرۍ د دواړو خواوو له خوا د زغم له بلنو سره سره تودې شوې دي.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما روسيه وگواښله چې په اوکرايين کې پوځي لاسوهنه به يې بيه ولري.
هغه وویل: "موږ د اوکرایین دننه د روسیې د فدراسیون له خوا د پوځي خوځښت په رپوټونو ژور اندېښمن شوي یو. د اوکرایین پر ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا هر ډول تېری به خورا بې ثباته کوونکی وي چې د اوکرایین، روسیې او یا اروپا په ګټه نه دی."
ولسمشر اوباما زیاته کړه، دا به هغو مسلو کې د لاسوهنې په توګه وي چې د اوکرایین ولس یې باید غم وخوري.
دا څرگندونې د اوکرايين د نوي مشرتابه له خوا پر دغه هېواد د روسيې د پوځي يرغل تر ادعا وروسته شوې دي.








