اوکراين کې خونړۍ شخړې وشوې

مظاهره چیان د واکمن ګوند پر دفتر هم ورغلل خو پولیس یې په ربړي ګولیو او لاسي بمونو چې لوګی خپروي مخه ونیوله.
د عکس تشریح، مظاهره چیان د واکمن ګوند پر دفتر هم ورغلل خو پولیس یې په ربړي ګولیو او لاسي بمونو چې لوګی خپروي مخه ونیوله.

د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ خونړۍ شخړې وشوې چې لږترلږه ۷ کسان په کې وژل شوي دي.

د ۳۰ مظاهره چیانو په ګډون د ګڼو کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

په ټپیانو کې د کورنیو چارو د وزارت اوه تنه کارکوونکي او یو عکاس هم شامل دی.

پولیسو د زرګونو هغو مظاهره چیانو د مخنیوي لپاره چې د پارلمان په لور روان وو ربړي ګولې او لاسي بمونه چې لوګي خپروي وکارول.

دغه مهال په پارلمان کې په اساسي قانون کې د بدلونونو په اړه بحث روان و.

دغه راز مظاهره کوونکو هڅه وکړه چې د واکمن ګوند پر دفتر هم ورشي خو پولیسو یې مخه ونیوله.

د دې بدلونونو له مخې به د ولسمشر ویکتور یناکویچ واکونه کم شي.

که د ۲۰۰۴ کال په اساسي قانون کې بدلونونه راوستل شي نو د ولسمشر پرځای به پارلمان صدراعظم، د کابینې اکثره غړي او سیمه ییز والیان ټاکي.

مخالفینو خبرداری ورکړی و چې که په دې برخه کې اقدام ونه شي نو د حکومت ضد پراخې مظاهرې به لا پسې پراخې شي.

دې مظاهرو له یو څه مودې آرامې وروسته اوس بیا زور اخیستی دی.

اوکراین کې د حکومت ضد مظاهرې د نومبر په میاشت کې وروسته له هغه پېل شوې چې ولسمشر یناکویچ له اروپايي اتحادیې سره د آزادې سوداګرې پرځای له روسیې نه د پور اخیستلو پلوي وکړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اوکراین کې وروستی تاوتریخوالی د لویدیځوالو سیاستوالو د لاسوهنې پایله بللې.

روسیې او اروپايي اتحادیې یو بل تورن کړي چې په اوکراین کې لاسوهنې کوي.