بلوچستان کې حکومتي مامورین تښتول شوي دي

د عکس سرچینه، VMBP
بلوچستان کې د تښتول شویو دولتي مامورینو د خوش کېدو لپاره په هلو ځلو بوخت شپږ کسان هم برمته شوي دي.
کوټه کې د بي بي سي خبریال وايي، چارواکو تایید کړه، چې د جمعې په ورځ ماسپښین شاوخوا درې بجې پنځه حکومتي چارواکي او یو سیمه ییز مشر د تربت له ګومازي سیمې نامعلومو کسانو تښتولي دي.
پرون ( فبروري ۱۳ ) د دوو ایالتي مامورینو ( اسسټنټ کمشنر او ډپټي کمشنر ) په ګډون د ملېشه ځواک ' لیویز ' یو شمېر سرتېري تمپ سیمه کې نامعلومو کسانو تښتولي وو، چې له ایراني سرحده بلوچستان ته پر لاره وو.
د ملېشه ځواک په وینا د دوی تښتول شوي ټول سرتېري خوشي شوي، خو اسسټنټ کمشنر او ډپټي کمشنر لا هم د یرغمل کونکو ولکه کې دي.
د پاکستان سوېل لوېديځ بلوچستان ایالت ډېری سیمې ناارمه دي او بېلتون غوښتونکي پکې پر حکومتي چارواکو او تاسیساتو بریدونه کوي.
روانه اونۍ دغه ایالت کې د ګازو درې نل لیکې په بمونو والوځول شوې.
سیمه ییزو چارواکو هاغه مهال وویل، د اورپکو دغه کار پر ګڼ وګړیز پنجاب ایالت ګاز پارچاو کړی دی.
د سوېل لوېديځ بلوچستان ایالت بېلتون غوښتونکو اورپکو د هغه برید پړه منلې وه.








