م.م. حمص کې مرستندوی ماموریت بیا پیل کړ
ملګرو ملتونو تر ساعتونو خبرو اترو وروسته چې موخه یې د جګړه کوونو خواوو تر منځ د اوربند دوام و، د سوریې کلابند زاړه ښار حمص ته د مرسته رسولو ماموریت بیا پیل کړی دی.
د ملګرو ملتونو ګاډي او په مرستو بار ټېلرونه د ښار په لور روان دي.
همدا شان بس ګاډي چمتو دي چې له ښاره ولسي وګړي وباسي.
د اوسني اوربند موده نن(چارشنبه) ناوخته پای ته رسېږي، خو د سوریې رژیم وایي د اوربند غځولو ته چمتو دی.
د اوربند تر هوکړې وروسته چې تېره جمعه وشوه، سلګونه کسان له زاړه ښاره وتلي خو تر زرو زیات کسان لاهم په ښار کې ایثار پاتې دي.
د حمص له ښاره د بي بي سي لیز دوسېت وایي د خوړو د وروستۍ رسونې په اړه ټول اړین ګامونه اخیستل شوي دي.
د اوونۍ په پای کې ښار ته د تګ پر لاره د سرې میاشتې او ملګرو ملتونو پر ګاډو برید وشو او کار کوونکي یې د لنډې مودې لپاره بند پاتې و چې وروسته له سیمې را واېستل شول.
وروسته دوی په دې بریالي شول چې په خوندي توګه را ووځي خو خپل ویجاړ شوي ګاډي یې پرېښودل.
حکومت او حکومت مخالفین دواړه یو بل د اوربند په ماتولو ګرموي چې له سیمې ولسي کسانو د اېستلو لپاره لګېدلی و.

د عکس سرچینه، Reuters
په دې سیمه کې چې حکومتي ځواکونو کلابنده کړې وه، د ۱۸ میاشتو په موده کې ۲۵۰۰ ولسي وګړي بند پاتې وو.
هغه مهال یوه فعال انټرنت ته یوه وېډیو لېږلې وه چې د حمص په زړه مېنه کې د ملګرو ملتونو په مرسته رسوونکو ډزې ښيي. خو د دې وېډيو کره کول ګران و.
دا ویډیو چې د نورو ډېرو په څېر فعالینو انټرنېت ته اچولې، ښیي چې د ملګرو ملتونو ګاډي په تورتم کې د ډزو پر مهال بند پاتې دي، ټپي شوي کسان له سیمې کشول کېږي.
د سوریې د سرې میاشتې چارواکي وایي ځینې هغه ګاډي چې د ملګرو ملتونو کار کوونکو د حمص زړې مېنې ته بېولي وو په ګولیو او ډزو لګېدلي دي.
مرستندوی کار کوونکي اړ وو چې ځانونه پټ کړي او له څو ساعتونو ځنډ وروسته په دې بریالي شول چې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.
دوی له تاو تریخوالي سره سره په دې وتوانېدل چې اړمنو او په سیمه کې بندو کسانو ته خواړه ورسوي. حکومت او حکومت مخالفین دواړه د بریدونو پړه یو پربل اچوي.
خو که چېرې دا ويډیو سمه وي نو داسې برېښي چې د ملګرو ملتونو او نور ګاډي د حکومت مخالفینو تر واک لاندې سیمه کې وو او له بهره برید پرې شوی دی.
مرستندویو کار کوونکو وړاندې ویلي وو چې هغو سیمو ته چې نښتې پکې روانې دي د خوراکي توکو رسول خورا ګران او حساس دي.
هغې پېښې دا وښودله چې له شخړه ییزو سیمو د ولسي وګړو ایستل او د مرستو رسول به نور هم پسې ګران شي.
خو اوس ملګرو ملتونو بیا اړمنو ته د خوراکي توکو رسول او له کلابند ښاره د ولسي وګړو ایستل پیل کړي دي.








