د سوريې د حلب روغتونونه له ټپيانو ډک شوي دي

د جګړو له امله د حلب د روغتونونو ځينې برخې ويجاړې شوي دي
د عکس تشریح، د جګړو له امله د حلب د روغتونونو ځينې برخې ويجاړې شوي دي

دغې ټولنې خبرداری ورکړی چې د حکومتي الوتکو له لوري بې توپيره او پرله پسې بريدونو هغو سيمو ته پراخ زيان رسولی چې ملکيان په کې مېشت دي.

د روغتونو مخې ته مړي امبار شوي چې خپلوان يې ولېږدوي.

جنګي الوتکو د سې شنبې پر ورځ پر هغو سيمو بمبارۍ ته زور ورکړ چې د مخالفو وسله والو په ولکه کې دي.

په برتانيا کې مېشتې د سوريې بشري حقونو څار ډلې د وينا له مخې د حلب پر شعر او معادي بمباريو کې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي دي.

د سوري فعالانو دغې ډلې ويلي د يکشنبې پر ورځ هغه مهال د ۲۸ ماشومانو په ګډون ۷۶ کسان ووژل شول چې د حلب پر ختيځو سيمو بېرلي بمونه وغورځول شول.

په سوريه کې د بې پولو ډاکټرانو د چارو همغږی کوونکی ايتار زابالګو جيازکوا وايي چورلکو بېلابې سيمې په نښه کړي چې ښوونځي، او هم د حيدريه څلورلارې دي چې خلک په کې د سپرلی موټرونو لپاره تمېږي.

دغې ټولنې ويلي بيړنيو حالاتو په حلب کې له وړاندې د روغتونونو پر غځېدلې شبکې فشار زيات کړی، او د څه د پاسه يوه کال سختې جګړې پر مهال د ډېرو روغتونونو ځينې برخې زيانمنې شوې او يا هم ويجاړې شوي، چې له امله يې د دوی سرچينې کمې کړې يا يې ان ترې بې برخې کړي دي.

برتانوی ډاکټر

په يوه بېله پېښه کې يو بريتانوی ډاکټر چې له څه د پاسه يو کال راهيسې په سوريه کې بندي و، لږ څه مخکې له هغه چې خوشی شي په بند کې مړی شوی دی.

ډاکټر عباس خان حلب ته له رسېدو دوه ورځې وروسته د حکومتي ځواکونو له لوري ونيول شو.

عباس خان د ملکي ټپيانو د درملنې لپاره سوريې ته تللی و.

د سږکال په لومړيو کې يې مور د دمشق په يو روغتون کې موندلی و، چې وزن يې يوازې ۳۲ کيلو ګرامه و.

ده د تګ ډېر لږ توان درلود او ادعا يې کوله چې په زندان کې ربړول شوی دی.

د سوريې يوه حکومتي چارواکي بي بي سي ته ويلي، عباس خان په خپله ځان وژلی، خو کورنۍ يې بيا بي بي سي ته ويلي دوی پر دې خبره باور نه کوي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير مرستيال هيو رابرټسن وويل دی په داسې حالاتو کې مړی شوی چې ډېر شکونه ترې راتاو دی.