له کلابند حمص "سلګونه وګړي" وتلي

د سوریې ناسا خبري اژانس ویلي، چې له حمص نژدې ۶۱۱ ولسي وګړي وتلي، چې زیاتره یې ماشومان، مېرمنې او بې وسه ولسي وګړي دي.

د عکس سرچینه، c

د عکس تشریح، د سوریې ناسا خبري اژانس ویلي، چې له حمص نژدې ۶۱۱ ولسي وګړي وتلي، چې زیاتره یې ماشومان، مېرمنې او بې وسه ولسي وګړي دي.

د ملګرو ملتونو ژغورندویې ډلې د سوریې له کلابند او ډېر ناامنه حمص ښاره د څه باندې ۶۰۰ ایسارو شویو وګړو پر ایستلو توانېدلي.

پر حمص ښار د هاوان بریدونه لاهم دوام لري.

اټکل دی، چې د ژنیوا ۲ خبرې یوځل بیا پیل شي.

د سوریې ناسا خبري اژانس ویلي، چې له حمص نژدې ۶۱۱ ولسي وګړي وتلي، چې زیاتره یې ماشومان، مېرمنې او بې وسه ولسي وګړي دي.

دوی په زاړه حمص ښار کې کلابند شوي وو.

د حمص والي طلال البرازي ویلي، شاید د خلکو د ایستلو لړۍ درې ورځې وخت ونیسي، او له دغه ښاره ټول هغه وګړي وایستل شي، چې غواړي د زاړه حمص کلي پرېږدي.

د ملګرو ملتونو ژغورندویې ډلې ښآر ته د ژوند لومړني توکي او درمل ورسول.

خو یوه ورځ وړاندې د ملګرو ملتونو او د سوریې د سره صلیب خیریه ټولنې پر کاروان بریدونه وشول.

د ټلوالې سرچینې وايي، چې پر هغه سیمه بیا حکومت بریدونه کړي، چې خلکو غوښتل له ښاره بهر ووځي.

حکومت او ټلوالې پرېکړه کړې، چې د خلکو تر وتلو پورې به درې ورځې اوربند کوي، چې په لړ کې یې ښار ته بشري مرستې ورسول شي، خو ښکاري چې حکومت پر خپله ژمنه نه دی ولاړ.

نهیلي

یو حکومتي پلاوی د سویس پلازمېنې ته د تېرې یکشنبې په ورځ د ټلوالې له استازو سره د سولې د خبرو لپاره تللی و.

په حکومتي ډله کې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم هم دی.

سوري سرچینې وايي، اټکل دی، چې د خبرو نوی پړاو به د دوشنبې ورځې تر ماسپښین مخکې پیل شي، خو یوازې یوه غونډه به وي.

بل خوا، د سوریې د ټلوالې فعالانو ویلي، چې شمالي حلب ښار کې د حکومت چورلکو بمبارۍ لږترلږه ۱۱ کسان وژلي دي.

د سوریې د خبري اژانس "سانا" له قوله ویل شوي، چې "۶۵ وګړي، چې زیاتره یې ماشومان، مېرمنې او د ډېر عمر بوډاګان دي، د سوري حکومت او ملګرو ملتونو د استازو ترمنځ د موافقې پر بنسټ له زاړه حمص وتلي دي".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو مشرې والیري اموس ویلي، چې د تېرې شنبې په ورځ پر بشري مرستو برید به نړیواله ټولنه او مرستندویه ټولنې د سوري وګړو په حق کې د مرستو له کولو راونه ګرځوي.

اموس

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، اموس زیاتوي د درو ورځو اوربند په اړه نهیلې شوې ده، ځکه چې ښايي په دې لږ وخت کې زاړه حمص ته بشري مرستې ونه رسېږي.

اموس زیاتوي د درو ورځو اوربند په اړه نهیلې شوې ده، ځکه چې ښايي په دې لږ وخت کې زاړه حمص ته بشري مرستې ونه رسېږي.

دا زاتوي چې مرستندویان په لوی لاس په نښه کېږي، خو لاهم دوی خپله زړورتیا ښيي.

د خبرو تګلوری

حکومت او ټلوالې پر یو او بل د بریدونو پړه اچوي.

په ژنیوا کې حکومتي او د مخالفانو پلاوي د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي اخضر براهیمي سره د خبرو تر پیلېدا مخکې کتلي دي.

د دواړو مرکچیانو سرچینو بي بي سي ته ویلي، په پام کې ده چې د خبرو دویم پړاو پیل کې یوه غونډه جوړه شي.

سرچینې دا هم وايي، چې د اټکل له مخې به دغه ناسته د نورو راتلونکو غونډو د تګلوري او مهالوېش لپاره پیلامه وي.

خو سرچینو دا نه دي په ډاګه کړي، چې ایا دوی به له یو بل سره مخامخ خبرې ولري او که نه.

د سوري حکومت او مخالفانو ترمنځ د جوړجاړي لومړي پړاو خبرې لس ورځې مخکې وشوې، چې هېڅ پایلې ته په کې ونه رسېدل.

د زاړه حمص کلیو کې ایسارو شویو خلکو ناوریني حالت زغملی.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د زاړه حمص کلیو کې ایسارو شویو خلکو ناوریني حالت زغملی.
ګڼ وګړي د ملګرو ملتونو ګاډو کې په تګ سره اندېښمن وو.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ګڼ وګړي د ملګرو ملتونو ګاډو کې په تګ سره اندېښمن وو.
د وتلو لومړیتوب ماشومانو، مېرمنو او بوډاګانو ته ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د وتلو لومړیتوب ماشومانو، مېرمنو او بوډاګانو ته ورکول کېږي.