سوري ماشومان نه ويلو وړکړاونه زغمي

د عکس سرچینه، AFP
د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کې مون وايي يو رپوټ ښيي چې سوري ماشومان د نه ويلو او نه منلو وړکړاونه زغمي.
دغه رپوټ چې د ٢٠١١ کال د مارچ له لومړۍ څخه د ٢٠١٣ کال د نومبرتر پنځلسمې پورې مهال پېښې يې څېړلې دي وايي د ولسمشر اسد په وړاندې د پاڅون په لومړيو وختونو کې تر ډېره د ماشومانو پرحقونو د سوري پوځ ، استخباراتو اوحکومت پلوه مليشو له لوري تېري شوي دي.
عيني شاهدانو ويلي دي ماشومان په اوسپنيزو مزو او ميلواو کوتکو سره وهل ټکول شوي ، برښنايي ټکانونه ورکړل شوي چې په دې کې تناسلي غړو کې يې د برښنايي مزو تړل هم راځي ، د لاسونو او پښو د گوتو نوکان يې ايستل شوي دي ، جنسي تېري پرې شوي ، په سگرټو سوځول شوي او بي خوبي ورکړل شوي ده.
خو رپوټ دارنگه وايي چې د جگړو په سختېدو او د رژيم د مخالفه وسله والو په منظم کېدو سره پر ماشومانو د ياغيانو د ډلو له لوري هم ډېر تېري شوي دي.
رپوټ وايي په داسې حال کې چې يو ډېرشمير ماشومان د حکومتي ځواکونو په هوايي بمباريو او بيلري بمونو د غورځولو په پايله کې وژل شوي دي يو شمير نوربيا د اورپکو او جهادي ډلو د ځانمرگو بريدونو او بمي چاود نو قربانيان شوي دي.
رپوټ وايي پر ٢٠١١ او ٢٠١٢ کلونو حکومتي ځواکونو په پراخه کچه له مشرانو سره يوځاى ماشومان هم بنديان کړ ي دي او د ناوړه چلن په لړ کې يې سخت ځورولي دي.
د رپوټ د اټکل له مخې ١٠٠٠٠ ماشومان وژل شوي دي ، ډېر نور يا ژوبل او ياهم تري تم شوي دي.
د ملگرو ملتونو سرمنشي سوريه کې له غليمو اړخونو غوښتي دي چې د ماشومانو حقونه خوندي کړي.
تېر کې ملگروملتونو سوري حکومت او ياغيان دواړه د ماشومانو پر حقونو تيري له کبله تورن کړي و خو دا لومړى ځل دى چې په د ې اړه رپوټ د ملگرو ملتونو امنيت شوراته وړاندې کېږي.








