عراق کې بېلابېلو چاودنو ۳۸ کسان وژلي

یوازې تېره میاشت په دغه هېواد کې لږترلږه ۲۳۳ کسان وژل شوي.
د عکس تشریح، یوازې تېره میاشت په دغه هېواد کې لږترلږه ۲۳۳ کسان وژل شوي.

دغلته پوليس وايي يو موټر بم د بغداد په شمال کې الوتی دی.

دوی وايي يو ځانمرګي د جنازې پر مراسمو بريد کړی او لږترلږه ۱۰ وير کوونکي يې وژلي او له دې زيات يې ټپيان کړې دي.

لومړۍ چاودنه د بغداد منځ الکراده کلي پر صناعت سړک شوې، چې لږترلږه لس کسان یې وژلي او یوولس نور یې ټپیان کړي دي.

دویمه موټربم چاودنه د بغداد شمال الشعله سیمه کې شوې، چې لږترلږه درې کسان یې وژلي او نهه نور یې ټپیان کړي دي.

د بغداد په ختيځ کې هم چاودنې دوه کسان وژلي او اوه نور یې ټپیان کړي دي.

امنیتي سرچینې وايي، د عراق ختيځ دیالي ولایت مرکز بعقوبه ښار کې چاودنې ۱۵ کسان وژلي او ۱۸ نور یې ټپیان کړي دي.

په وروستیو کې عراق کې امنیتي پېښې د دغه هېواد حکومت ته لوی سرخوږی دی.

یوازې تېره میاشت په دغه هېواد کې لږترلږه ۲۳۳ کسان وژل شوي.

له عراق نه د امريکايي ځواکونو له وتلو دوه کاله وروسته په دغه هېواد کې فرقه يي شخړو زور اخيستی دی.