عراق کې ځانمرګي بريد ۱۳ سرتېري وژلي دي

له عراق نه راپورونه وايي چې په پلازمېنه بغداد کې يوه ځانمرګي بريد لږترلږه ۱۳ کسه وژلي دي.
په دغه چاودنه کې له ۳۰ نور ډېر کسان ټپيان دي.
عراقي پولیس وايي د ځانمرګي بريد د قربانیانو لويه برخه هغه سرتېري دي، چې تازه پوځ ته جلب شوي دي.
دوی وايي بريدګر پلازمېنې ته نژدې د پوځ يوه مرکز ته نژدې ځان الوځولی دی.
بريد د پوځ پر هغه مرکز شوی، چې خلک په کې په الانبار کې په القاعدې پورې له تړلو جنګياليو سره د جګړې لپار ګومارل کېدل.
دا لا نه ده معلومه چې دا برید چا کړی دی.
بريد له هغه یوه ورځ وروسته کیږي چې د عراق لومړي وزیر نوري المالکي ویلي، له عراقه به د القاعدې شبکې ريښې وباسي.
دغه بريد پر داسې مهال ترسره کېږي چې د عراق په لويديځ کې د فلوجې ښار وسله والو مخالفينو نيولی او په رمادي کې جګړه روانه ده.
دغلته ورسته له هغه تاوتريخوالی راوټوکېد چې حکومت د سنيانو يو اوږد اعتراض په زور پای ته ورساوه.
تر دې وروسته عراقي ځانګړو ځواکونو په يوه چاپه کې د دغه هېواد د ولسي جرګې يو سني غړی ونيو.
د ده د نيولو پر مهال د نښتو په پايله کې د ده ورور او درې ساتونکي ووژل شول او له لسو ډېر نور ټپيان شول.
عراقي سنيان د نوري المالکي پر حکومت تور لګوي چې ګواکې هڅه کوي سنيان له واکه څنګ ته کړي، خو ښاغلي مالکي دغه تورونه رد کړې دي.








