ځانګړې محکمه: پروېز مشرف د زړه ناروغي نه لري

د پاکستان د پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف د خيانت تور د څېړلو په تړاو جوړه شوې ځانګړې محکمه وايي، چې نوموړی به د جنورۍ پر ۱۶مه محکمې ته حاضرېږي.
ځانګړې محکمې دغه پريکړه وروسته له هغه وکړه، چې د جنرال مشرف طبی راپور محکمې ته د ارزونې لپاره وړاندې شو.
د محکمې پرېکړه عبدالغني سومرو ولوسته، چې په هغه کې ويل شوي له راپور نه داسې برېښې چې پروېز مشرف د زړه ناروغي نه لري.
د محکمې په حکم کې ويل شوي، پخوانی ولسمشر بايد د جنورۍ پر ۱۶مه محکمې ته ورشي، که نه پر وړاندې به يې قانوني ګامونه پورته شي.
د پنجشنبې پر ورځ د ښاغلي مشرف مدافع وکیل شريف الدين پيرزاده استدلال کاوه، چې د ناروغۍ پر مهال محکمې ته د يوه تورن غوښتل له زورزياتي سره ورته دي.
د دې په ځواب کې څارنوال اکرم شيخ وويل چې په طبی راپور کې دا نه دي ويل شوي، چې پروېز مشرف دې محکمې ته نه حاضريږي.
د ښاغلي مشرف مدافع وکیل شريف الدين پيرزاده وویل، موکل يې د زړه په ناروغۍ اخته دی او په طبي راپور کې ډاکټرانو ورته د عملياتو خبره هم کړې وه.
د محکمې ځنډېدو غوښته
ده وويل چې د پاکستان د ځمکني پوځ پخوانی مشر اصف نواز جنجوعه هم د زړه د درېدو له امله مړ شوی و.
ښاغلي پيرزاده وويل چې د هېواد پخواني لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو ته هم له هېواده بهر د روغتيايي ازموينو اجازه ورکړای شوې وه.
د پروېز مشرف وکيل له ځانګړې محکمې غوښتي د موکل محکمه دې د هغه تر ښه کېدو وځنډوي.
د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال پروېز مشرف د جنورۍ پر دويمه د زړه د ناروغۍ له کبله راولپنډۍ کې د زړه ناروغیو درملنې پوځي روغتون ته ولېږدول شو.
په پام کې وه، چې پرویز مشرف د خیانت قضیې په لړ کې محکمې ته وړاندې شي.
پر ښاغلي مشرف تور دی چې په ۱۹۹۷ کال کې يې د پاکستان اساسي قانون ځنډولی و.








