قاضيانو د جنرال پروېز مشرف محاکمه وځنډوله

پروېز مشرف په ۲۰۰۷ کال کې د نواز شريف حکومت ړنګ کړ
د عکس تشریح، پروېز مشرف په ۲۰۰۷ کال کې د نواز شريف حکومت ړنګ کړ

د ملي خیانت په تور د پاکستان د پخواني ولسمشر پروېز مشرف محاکمه له هغو راپورونو وروسته وځنډېده، چې د ده له کوره د محکمې په لاره یو بم وموندل شو.

د ښاغلي مشرف وکیل احمد رضا قصوري خبریالانو ته وویل، ښاغلی مشرف به پخپله محکمې ته ولاړ نه شي.

ښاغلی قصوري وايي د امنيتي ګواښونو په اړه يې لا له وړاندې چارواکو ته خبر ورکړی و، خو هغوی يې پروا ونه کړه.

دی وايي: ''موږ محکمې ته په دې اړه خبر ورکړ، چې د امنیتي ستونزو او ګواښونو له کبله په محکمه کې د جنرال مشرف موجودیت ممکن نه دی''.

ښاغلی قصوري وايي محکمې ته مو دا هم وویل، چې نن (سه شنبه، ۲۴ ډسمبر) د ده کور ته ډېر نژدې پنځه کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي او یو شمېر وسلې وموندل شوې.

د ۲۰۰۷ د نومبر دريمه

جنرال مشرف په ۲۰۰۷ کال کې د هغې پرېکړې له کبله په دې تور تورن شوی، چې له مخې یې اساسي قانون وځنډول شو او بېړنۍ واکمني پلې شوه.

د ښاغلي مشرف د محاکمې لپاره درې قاضيان ګومارل شوي او په هغه ځای کې چې د ده محاکمه کېږي شاوخوا يې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.

په دغو قاضيانو کې د سندهـ د عالي محکمې مشر قاضي فیصل عرب، د لاهور د عالي محکمې مشر قاضي ياور علي او د بلوچستان ايالت مشره قاضي طاهره صفدر شامل دي.

نواز شریف د مشرف د واکمنۍ په دوره کې په سعودي عربستان کې اوسېده او هغه مهال چې په ۲۰۰۸ کال کې له واکه لرې شوې، بېرته هېواد ته ستون شو.
د عکس تشریح، نواز شریف د مشرف د واکمنۍ په دوره کې په سعودي عربستان کې اوسېده او هغه مهال چې په ۲۰۰۸ کال کې له واکه لرې شوې، بېرته هېواد ته ستون شو.

که نوموړی په دې کار کې د اسلام اباد د یوې ځانګړې محکمې لخوا مجرم وګڼل شي، د مرګ یا عمري بند له سزا سره مخامخ کېدای شي.

پروېز مشرف چې تر دې مخکې يې محکمې ته يې له ورتلو ډډه کړې وه، څارنوالۍ يې پرته د ضمانت له منلو د نيولو امر ورکړ.

ښاغلي مشرف د نواز شريف واکمني چې موده يې لا بشپړه نه وه، د سپينې کودتا له لارې پای ته ورسوله او ځان يې د هېواد ولسمشر اعلان کړ.

له دې وروسته يې د هېواد د قاضي القضات افتخار محمد چوهدري په ګډون د لوړې کچې شاوخوا ۶۰ عدلي چارواکي نظربند کړل.

نواز شریف د مشرف د واکمنۍ په دوره کې په سعودي عربستان کې اوسېده او هغه مهال چې په ۲۰۰۸ کال کې له واکه لرې شوې، بېرته هېواد ته ستون شو.