هندي فلم 'دهوم تهري' نېپال کې بې ساري مالي ګټه کړې

هندی فلم (دهوم تهري) له هندوستانه وروسته نېپال کې هم د تجارت له پلوه خورا بریالی بلل شوی. دغه فلم کې د هند مشهور فلمي ستوري عامرخان، ابهېشک بچن او کترینا کیف مرکزي رول لوبولی او نېپیال کې يې د دوو اونیو مودې کې شپږ میلیارده نیپالۍ روپۍ ګټلې.
د یوه اټکل له مخې ویل کېږي، دغه فلم، د ۳۰ بریالیو نېپالي فلمونو برابره ګټه کړې.
د نېپال په اکثر مشهورو سینماګانو کې دا مهل دهوم تهري نندارې ته وړاندې شوی او بل هېڅ یو فلم یې سیالي نه کوي.
نېپالۍ ورځپاڼې ( کانتي پور ) د دغه فلم بریا تاریخي بللې. ورځپاڼې یو سکیچ خپور کړی، چې پکې عامر خان پر موټر سایکل ناست داسې حال کې لیدل کېږي،. چې د کرنسي نوټونو ټولګې یې موټر سایکل پورې ځوړندې دي.
دغه ورځپاڼه کاږي، د یاد فلم نندارې ته وړاندې کونکو سرچینو ادعا کړي، چې دغه فلم شپږ میلیارده روپۍ ګټلې.

معمولاً نېپال کې هغه فلم بریالی او ګټندوی بلل کېږي، چې تر ۲۰ لکو روپیو پورې کاروبار وکړي. د نېپال پلازمېنه کهټمنډو کې پروسږ کال نژدې ۲۰ بهرني فلمونه نندارې ته وړاندې شول، چې ټولټال ګټه یې ۲۰ میلیارده روپۍ وه.
د نېپال یوه فلم جوړونکي تیرتها تهاپا وايي، نېپال فلم بازار کې د عامرخان، ابهیشک بچن او کترینا کیف په څېر هنرمندانو فلم پلورل کېدل طبیعي خبره ده، ځکه د نوموړي په وینا دغه بازار کې د هندي فلمونو کېسو پر ځای نومونه پلورل کېږي.
د نوموړي په خبره د نېپال فلم مارکیټ کې د هندي فلمونو ونډه ۸۰ سلنې ته رسيږي. نوموړي وايي، نېپال کې هر کال تر ۱۲۰ پورې کورني فلمونه هم تولیديږي، خو وايي د معیار کچه یې ورځ تر بلې ټيټېږي.
نیپالي فلمونو تر یوې لسیزې پخوا پورې له ۵۰ لکو تر ۶۰ لکو پورې روپۍ ګټلې، خو نن سبا په سخته له ۱۵ تر ۲۰ لکو پورې کاروبار کوي.








