د راني مکرجي د واده ګنګوسې او د انیل کپور نوی فلم

د هند وتلي فلمي ستوری انیل کپور خپل فلم 'نایک' کې رول لوبولی، چې د یوې ورځې لپاره ایالتي مشر وزیر شي.
د ډیلي ایالتي اسمبلي ټاکنو کې بریالیتوب تر لاسه کوونکي سیاستوال ارون کجیروال او د هغه 'عام وګړی' نومي ګوند هم د هند فلمي صنعت 'بالیووډ' اغېزمن کړی.
رپوټونو کې ویل شوي، چې د ارون کجریوال له بریا نه په تاثر، چې د ډیلي مشر وزیر ټاکل شوی، انیل کپور غواړي د خپل فلم نایک نوې بڼه جوړه کړې.
د نایک فلم لومړۍ برخه ۲۰۰۱ کال کې نندارې ته وړاندې شوه. هغه فلم کې انیل کپور د یوه داسې کس رول لوبولی، چې د یوې ورځې لپاره مشر وزیر ټاکل کېږي.
د انیل کپور په وینا د کجیروال له بریا نه به د فلم سیناریو لیکونکو ته د دویمې برخې سیناریو لیکل اسان شي.

د 'نایک ۲' پر کېسه لیکلو همدا اوس کار کېږي او په ۲۰۱۵ کې به یې د جوړولو کار پیل شي.
د راني مکرجي د واده په باب ګنګوسې
د هندوستان فلمي ستورو تر منځ د ودونو په لړ کې د مشهورې فلمې لوبغاړې راني مکرجي او فلم جوړونکي ادتیه چوپړه احتمالي واده دی، چې په باب یې له ډېرې مودې راهیسې ګنګوسې خپرې دي.
دغه ګنوګوسو کې ادعا کېږي، چې د ادتیه چوپړه او د هغه د مېرمنې پایل تر منځ د طلاق لامل له راني مکرجي سره د هغه دوستي ده.
د هندي فلمي نړۍ په باب تازه خپرو شویو رپوټونو کې ویل شوي، چې راني مکرجي او ادتیه چوپړه په پام کې لري، د روان ۲۰۱۴ کال په فبرورۍ کې واده وکړي.
احتمال څرګندیږي، چې د دغې جوړې د واده مراسم به د راجستان ایالت په جودپور ښار کې تر سره شي.








