د سوریې کیمیاوي وسلې ښايي پر وخت لرې نه شي

هغه ناروېژنۍ او ډنمارکۍ بېړۍ چې ټاکل شوې وه د سوریې کیمیاويي وسلې له منځه یوسي بېرته قبرس ته ستنې شوې دي.
دا ښيي چې د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړولو لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل به په خپل وخت سر ته نه رسېږي.
چارواکي وايي خرابه هوا، د جګړې د ځایونو بدلون او د لارو بندېدل د دې لامل شول.
نړیوال ماموریت په دې تمه دی چې د سوریې ډېرې خطرناکې کیمیاوي وسلې د لاذقیه بندر ته ولېږدوي.
دا ضرب الاجل د هغې هوکړې لومړی پړاو دی چې هڅه کوي سوریه له کیمیاويي وسلو پاکه کړي.
سوریې دا هوکړه د امریکا او روسیې په منځګړتوب له هغه وروسته وکړه چې د سارین غازو ډک څو توغندي د اګست میاشتې په ۲۱ مه، دمشق ته نژدې، پر دریو کلیو ولګېدل او په زرګونه کسان یې ووژل.
لوېدیځ چارواکو وويل یوازې د سوریې حکومت کولی شي دا ډول یو برید وکړي خو د سوریې ولسمشر بشارالاسد یې پړه پر یاغیانو واچوله.
د سوریې د کیمیاويي وسلو د ختمولو نړیوال پلان له مخې امریکايي او چینايي کامرې به د هغو روسي لاریو خوځښت څاري چې په سوریه کې دننه له ۱۲ ځایونو نه کیمیاويي وسلې لاذقیه ته لېږدوي.
له هغې وروسته به ناروېژنۍ او ډنمارکۍ بېړۍ دغه وسلې د ایټالیا یوه بندر ته وړي او بیا به هلته د امریکا یوې سمندري بېړۍ ته لېږدول کېږي او له شنډېډو وروسته به یې هغوی په نړیوالو اوبو کې اچوي.
خو د بي بي سي یوه خبریاله انا هالېګن چې له یوې ناروېژنۍ بېړۍ سره سفر کوي وايي اروپايي بېړۍ یوه ورځ وړاندې تر هغه چې باید د سوریې وسلې یې ایستلې وای درول شوې دي.
اروپايي بېړۍ ځکه د لاذقیه بندر ته پر وخت و نه رسېدې چې کافي تېل یې نه درلودل.
د بي بي سي خبریاله وايي دا ځنډ به خامخا نړیواله ټولنه خواشیني کړي.
انا زیاتوي دا ځنډ ښيي چې له داسې یوه هېواده د وسلو لرې کول چې شپه او ورځ په کې جکړه روانه ده او هره ورځ ډګرونه په کې بدلېږي څومره ګرانه ده.








