د کورنۍ جګړې لويه بيه سوري ماشومان پرې کوي

سلګونه ماشومان چې عمرونه ايله اووه کاله دي په کمو پيسو زيات کار کوي
د عکس تشریح، سلګونه ماشومان چې عمرونه ايله اووه کاله دي په کمو پيسو زيات کار کوي

د ملګرو ملتونو يو راپور وايي زیات شمیر هغه ماشومان چې په سوریه کې یې د جګړې له امله خپل ټاټوبي پریښي، د جګړې د اغیزو له امله له روحي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د سوریې د ثبت شویو دوه اعشاریه دوه ميلیونه کډوالو شاوخوا نیمايي يې ماشومان دي.

د دوی یو زیات شمیر له زده کړې بې برخې پاتې دي او د خپل ژوند د پایښت لپاره په کارونو بوخت دي.

د دغو ماشومانو له ډلې د یو شمیر کوچنيانو مور او پلار وژل شوي او یا هم په حکومتي زندانونو کې دي.

ملګري ملتونه وايي د دې ماشومانو په ډله کې داسې ماشومان هم شته چې د خپل مور او پلار وژل یې په خپلوسترګو لیدلي دی.

دوی وايي ماشومانو خپل ميندې پلرونه تر وژل کېدو وروسته دفن کړي چې له امله يې له عصبي او ذهني ټکان سره مخامخ شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو عالي کمشنري UNHCR په لبنان او سوریه کې د کډوالو د مخ په زیاتیدونکي شمیر له امله خبر داری ورکړی.

دغه سازمان وايي په سوريه کې د کورنۍ جګړې له امله وتلي سوري ماشومان نه يوازې دا چې له زده کړو بې برخې شوی، بلکې په لږو پيسو ډېر کار کوي.

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتو اداره وايي، د سوريې شاوخوا ۳۰۰زره ماشومان ښوونځيو ته نه ځي.

دغه اداره وايي هغه کسان چې ښوونځيو ته نه ځي پر ځای يې کار کوي او آن د اوو کلونو ماشومان هم په کارونو بوخت دي.

په سوريه کې له هغه راهیسې چې د بشار الاسد پر وړاندې پاڅون پيل شوی، لسګونه زره کسان وژل شوي او ميليونونه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.