م. م: ''د کېمياوي وسلو د وېستو هڅې چټکې کړئ''

ملګرو ملتو او د کېمياوي وسلو د مخنيوي د څار نړیوالې ډلې پر سوريې غږ کړی، چې د خپلو خطرناکو کېمياوي وسلو د ويستو په برخه کې خپلې مرستې چټکې کړي.
يوه نارويژۍ بېړۍ د سوريې د بندري ښار لاذاقيې ته ورتلو لپاره چمتو ده، چې ويجاړېدونکې وسلې راټولې کړي.
د کېمياوي وسلو د څار اداره وايي دا په سوريې پورې اړه لري چې د کېمياوي وسلو د زيرمو د لېږد پر مهال له خطرونو ځان خوندي کړي.
سوريې وروسته له هغه د خپلو کېمياوي وسلو د ويجاړولو موافقه وکړه چې راپورونه ورکړای شول سوري ځواکونو په اګست مياشت کې پر خلکو د سارين ګاز بريد کړی دی.
د هغې موافقې له مخې چې روسيې او امريکا وکړه د سوريې د کېمياوي وسلو بشپړ ويجاړول به د ۲۰۱۴ کال تر نيمايي بشپړ شي.
په دغو کېمياوي وسلو کې شاوخوا ۲۰ ټنه يې خورا خطرناکې دي.
دغه وسلې ښايي اېټاليا ته يوړل شي او دغلته به د امريکا د سمندري ځواکونو په بېړيو کې نړيوالو اوبو ته يوړل شي، چې هلته به ويجاړې شي.
مخکې د نړۍ هېوادو د دغو موادو له منلو څخه کلکه ډډه کړې وه او له همدې په نړیوالو اوبو کې يې د ويجاړېدو پريکړه وشوه.
په سمندر کې به د دغو موادو له ويجاړۍ نه نژدې اووه نيم ميليونه ټنه کثافات جوړېږي چې د نړيوالو کاروپوهانو په وينا به په ٤٠٠٠ کانتينرو کې ساتل کېږي.
مساله يوازې د دغو زهرجنو موادو په منلو کې نه ده، څوک دې ته هم چمتو نه دي چې له سوريې نه يې چې کورنۍ جگړه په کې د درېيم کال لپاره روانه ده، د وتلو څارنه وکړي او يا يې وساتي.
ويل کېږي دغه زهرجن مواد چې د سوريې په څو سيمو کې ساتل کېږي ۶۰۰ ټنو ته رسېږي.








