د امیتاب بچن لپاره امنیتي تدبیرونه زیات شوي

د هندوستان په لوی اقتصادي ښار ممبۍ کې پولیسو د هندي فلمونو د وتلي ستوري امیتاب بچن د دریو کورونو لپاره کلک امنیتي تدبیرونه نیولي دي.
پولیس دغه اقدام د نوموړي د کور مخې ته له مظاهرو وروسته کړي.
دا وروستیو کې امیتاب بچن د مهاراشټر نورنرمان سینا سازمان له مشر راج ټاکرې سره، یوه غونډه کې پر دریځ یو ځای ولیدل شو.
له دې وروسته ممبۍ کې د سماج وادي ګوند یوه مشر ابوعاصم اعظمي ویلي و، چې له راج ټاکرې سره پر یو ځای کېدو، امیتاب د شمالي هندوستان له خلکو سره دهوکه کړی.
د امیتاب د کور مخې ته د سماج وادي ګوند تر څنګ د بهوجن سماج ګوند پلویانو هم مظاهره وکړه.
دغه دواړه ګوندونه د هندوستان په ډېر نفوس لرونکي اترپردېش ایالت کې ګڼ پلویان لري.
بل لور ته راج ټاکرې په ممبۍ کې د شمالي هند اوسېدونکو خلاف کمپاین مشرتوب کوي.
ممبۍ کې د جوهو سیمې پولیسو مرکز مسوولینو بي بي سي ته ویلي، چې د امیتاب د ' جلسه' او ' انتظار ' نومي قصرونو او دفتر 'باني' ودانیو شاخوا کې یې کلک امنیتي تدبیرونه نیولي دي.








