پر غزې د اسرائيلو بریدونو درې کلنه نجلۍ وژلې

د اسرائيلو هوايي او مځکنيو ځواکونو پر غزې بريدونه کړي، يوه درې کلنه نجلۍ وژلې او لس نور کسان يې ټپيان کړي دي.
دغه بريدونه د يوه اسرائيلی د وژنې په ځواب کې شوي، چې له پولې سره څېرمه پرې ډزې شوې وې.
حماس چې د غزې پر تړانګه واکمن دی ويلي دغه بريد "د تاوتريخوالي خطرناک زياتوالی دی".
د اسرائيلو دفاعي ځواکونو ويلي دغه اسرائيلي هغه مهال ووژل شو چې د پولو اوږدو کې يې د خونديتوب چارې ترسره کولې.
د ده وژنې په ځواب کې د اسرايلو پوځ ويلي دوی د وسلو جوړلو يو ځای په ګډون د غزې بېلو برخو کې پر موخو بريدونه کړي دي.
په غزه کې د بي بي سي خبريال وايي په تېرو ورځو کې د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ د پولې دواړه غاړې نښتې زياتې شوې دي.
دا له ۲۰۱۲ کال راهيسې له غزې سره پر پوله د يوه اسرائيلي لومړنۍ وژنه ده.
د ۲۰۱۲ کال نومبر کې چې د اسرائيلو او غزې مېشتو وسله والو ترمنځ د ۸ ورځنۍ نښتې پای کې اوربند وشو، تر اوسه پورې د پولې اوږدو کې کله ناکله د د تاوتريخوالې پېښې شوې دي.








