د منډېلا مړینه: لور د پلار د مړینې وروستیو شېبو کیسه کوي

منډېلا د تېرې پنجشنبې په ورځ د ۹۵ کلونو په عمر د سږي ناروغۍ له کبله ومړ.
د عکس تشریح، منډېلا د تېرې پنجشنبې په ورځ د ۹۵ کلونو په عمر د سږي ناروغۍ له کبله ومړ.

د نېلسن منډېلا لور مکازیوي بي بي سي ته د خپل پلار او مخکني ولسمشر د ژوند "حیرانوونکو" د وروستیو ساعتونو کیسه کوي.

منډېلا د تېرې پنجشنبې په ورځ د ۹۵ کلونو په عمر د سږي ناروغۍ له کبله ومړ.

مکازیمي منډېلا وايي، میړه یې ګراکا، د منډېلا لمسیان او موږ ټول د هغه د مړینې او خدای پامانۍ په وخت کې همالته وو.

سوېلي افریقا راتلونکې اونۍ د نړیوالو مشرانو کوربنه ده، چې په پام کې ده، راتلونکې یکشنبې منډېلا خاورو ته وسپارل شي.

دا مهال تر ۱۰۰ ډېر نړیوال مشران د منډېلا د مړینې مراسمو کې هغه ته د درناوي ترسره کولو مراسمو کې سوېلي افریقا ته روان شوي.

مکازیوي منډېلا د بي بي سي کوملا ډومر ته ویلي چې "د هغه تر وروستۍ سلګې پورې چې موږ هلته وو، ماشومان هم همالته وو، لمسیان همالته وو، موږ ټول یې شاوخوا ناست و او د پنجشنبې په ورځ موږ ټولو له هغه سره ورځ تېره کړه".

نوموړې زیاتوي: "فکر کوم د تېرې اونۍ له جمعې تر پنجشنبې ورځې پورې، ډېر حیرانوونکی وخت و، ویلای شو، چې د مړینې ډېرې حیرانوونکې شېبې وې. خو ټاټا [نېلسن منډېلا] ډېر ښه وخت درلود، ځکه چې موږ ټول له هغه سره وو".

"کله چې ډاکټرانو راته وویل، ګني د دوی له لاسه نور څه نه دي پوره. ما ته یې وویل چې: "مکا! ټولو ته ووایه چې له تاسو ټولو سره ګوري او خدای پاماني درنه اخلي".

اغلې منډېلا له هغو ډاکټرانو هم ډېره منندویه ده، چې ۲۴ ساعته یې د هغې د پلار پالنه وکړه:

"داسې مو انګیرله، لکه ساتونکي چې د یوه پاچا ساتنه کوي- هو زما وفاداره پلار، موږ ټول چوپ وو، خو کله به چې ورغلو، د ډاکټرانو له څېرو داسې برېښېده، چې ګني موږ ته تسلیت راکوي، ډېرو لږو دا اجازه راکوله، چې د خپل پلار له کټ چاپېر کښېنو".

اغلې منډېلا وايي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یې له پلار سره ډېره مینه پیدا شوې وه، او په هرو دوو ورځو کې به د هغه ملاقات ته ورتله:

"هغه به د یوې شېبې لپاره موږ ته خپلې سترګې پرانیستې. زما پلار نه یوازې د سیاسي ازادۍ لپاره مبارزه کړې ده، بلکې د سپېڅلې خپلواکۍ مبارزه یې هم مخته وړې ده. خو د واک پر مهال زما پلار ټولو ته بښنه وکړه، بښنه ډېر سخت کار دی".

"فکر کوم هغه پوهېده چې ګني بښنه یې نه ده کړې، د هغه له ژوند دا پند اخیستی شو، چې د نورو خلکو بښنې ته خلک وهڅوو. موږ هېڅ یو ددې لپاره نه یو پیدا شوي، چې کرکه وکړو، دا چې موږ انسانان یو، انسانان له یو بل سره د کرکې پرخای مینه کوي. بښنه کوي".

د نړۍ مشران

د سوېلي افریقا پارلمان اوس مهال د منډېلا درناوي په موخه د هغه له کورنۍ سره د مراسمو جوړولو پر ځانګړې غونډې بوخت دی.

مرستیال ولسمشر ګالیما موتلانت ویلي ټول وګړي غمجن دي، په نړیواله کچه د منډېلا مړینه تعقیبیږي.

د سوېلي افریقا د بهرنیو چارووزارت ویلي، چې تر اوسه د ۹۱ هېوادونو مشرانو او حکومتي چارواکو سوېلي افریقا ته د ورتګ نیت کړی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما، د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، د برتانیا لومړی وزیر ډیویډ کامیرون او د نړۍ نور مشران به د سې شنبې ورځې دغو مراسمو کې ګډون کوي.

د امریکا مخکني ولسمشران جورج ډبلیو بوش، بیل کلنټن او جیمي کارټر هم دغو مراسمو ته ورغلي.

په تېره شنبې، د کیبویا حکومتي رسنیو وویل، چې ولسمشر راول کاسټرو هم له د منډېلا د جنازې مراسمو کې ګډون کوي.

په پام کې ده چې د منډېلا د مړینې دغو مراسمو کې، چې د ایف ان بي سټډیم کې ترسره کېږي، ۹۵۰۰۰ کسان ګډون وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، د جرمني ولسمشر یاچیم ګاوک، د اروپايي ټولنې کمیشنر او مشر جوسي مانویل باراسو، د برازیل ولسمشر، دیلما روسیف، د فلسطین ولسمشر محمود عباس، د هند ولسمشر پراناب موکرجي او د افغانستان ولسمشر حامد کرزی هم په دغو مراسمو کې ګډون کوي.

د منډېلا مړی به درې ورځې په یوه ځانګړي ځای کې د درناوي مراسمو ادا کولو لپاره اېښودل کېږي او په راتلونکې یکشنبې به خاورو ته سپارل کیږي.