ولسمشر کرزى د منډيلا په يادغونډه کې برخه اخلي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د سوېلي افریقا د نژاد پالنې ضد ستر مبارز نېلسن منډېلا د مړینې مراسمو کې د ګډون لپاره جوهانسبرګ ښار ته ولاړ.
اټکل دی، چې په دغو مراسمو کې د امریکايي ولسمشر بارک اوباما په ګډون د نړۍ لسګونه مشران دغو مراسمو کې برخه واخلي.
د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر د دوشنبې په ورځ (قوس/ لیندۍ ۱۸) پخپله وېبپاڼه کې لیکلي چې ولسمشر حامد کرزی له کابله جوهانسبرګ ښار ته روان شوی دی.
سرچینه وايي، چې ولسمشر کرزی به جونانسبرګ کې د نړۍ د نورو مشرانو په ملتیا د جنوبي افریقا د تبعیض چلند ضد ستر مبارز د مړینې د درناوي مراسم ترسره کړي.
نېلسن منډېلا د تېرې پنجشنبې په ورځ د سږي ناروغۍ له کبله ومړ، چې د مړینې خبر یې د نړۍ د رسنیو د سر ټکی و.
د منډېلا د مړینې رسمي مراسم د سې شنبې په ورځ (قوس/لیندۍ ۱۹) پیلېږي، چې تر یوې اونۍ پورې به دوام وکړي.
په دې یوه اونۍ کې د منډېلا مړۍ د درناوي مراسمو لپاره په یوه ځانګړي ځای کې اېښودل کېږي.
د منډېلا د مړي خښولو مراسم د راتلونکې یکشنبې په ورځ (دسمبر ۱۵) ترسره کېږي.
حامد کرزي د منډېلا د مړينې خبر د اورېدو په غبرګون کې ویلي وو چې "نېلسن منډېلا د سوېلي افریقا د تور پوستو عادي وګړو او د بشري حقونو د اعادې په برخو کې دایمي بدلون روست.
منډېلا د خپلې ۲۷ کلنې مبارزې په لړ کې، چې څه کم درې لسیزې زندان کې و، تر خوشي کېدا او د سوېلي افریقا تر ولسمشر کېدا وروسته خپل مخکني دښمنان وبښل او د ولسمشر په توګه یې د پخلاینې او ملي یووالي هڅې پیل کړې.
که څه هم هغه مهال پر جنوبي افریقا د اپارټایډ تاوتریخوالی خوښوونکی رژیم واکمن و، خو اوس د نړۍ له هغو هېوادونو ګڼل کېږي، چې تر ډېره په کې دیموکراسي واکمنه ده.
د یو شمېر ګډون والو لړ
ولسمشر باراک اوباما او میرمن اوباما
د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش، بیل کلینټن او جیمي کارتر
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون او پخوانی منشي کوفي عنان
د برتانیا لومړی وزیر ډیویډ کمرن
د فرانسې ولسمشر فرانسز هولاند او پخوانی ولسمشر نیکولاس ساخکوزي
ولسمشر حامد کرزی
د جرمني ولسمشر يواكيم جایوک
د بنګلادېش ولسمشر عبدالحمید
د برازیل ولسمشره دیلما روسیف او درې نور پخواني ولسمشران
د هند ولسمشر پراناب موکرجي








