جنيوا کې د ۵+۱ هېوادونو وزيران راغونډ شوي

د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران د ايران د اتومي لانجې د غوڅولو لپاره په جنيوا کې سره راټول شوي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په هغو خبرو کې د ګډون په موخه جنيوا ته رسېدلی چې د برتانيا، روسيې، فرانسې، چين او جرمني د بهرنيو چارو وزيران په کې ګډون لري.
دغه خبرې له تېرو دريو ورځو راهيسې روانې دي.
د ځواکمنو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران هيله لري، چې ايران د بندیزونو نرمولو په بدل کې د يورانيمو غني کول کنټرول کړي.
خو ايران ټينګار کوي چې د اتومي انرژۍ ترلاسه کولو ته پرېښودل شي او د اتومي وسلو تر لاسه کول ردوي.
ځينې امريکايي سياستوال وايي که خبرې ناکامه شي، نو پر ايران به نور بنديزونه ولګېږي.
مرکچيان د چارشنبې ورځې راهيسې پر داسې يوې موافقې کار کوي چې د دواړو لوريو لپاره د منلو وړ وي.
د مهالويش له مخې دغه خبرې بايد د جمعې په ورځ پای ته رسېدلې وای، خو په مذاکراتو کې د ممکنه پرمختګ له امله غځېدلې دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، جان کيري چې د شنبې سهار وختي جنيوا ته رسېدلی هدف لري چې ''د اوسنيو توپيرونو په راکمولو او يوې موافقې ته په نژدې کېدو کې مرسته وکړي''.
په جنيوا کې د بي بي سي خبريال جيمز رينولډز وايي، د ښاغلي کيري ګډون پخپل ذات کې دا نه ثابتوي چې معامله ترلاس لاندې ده، بلکې دا ښيي چې خبرې يوه حساس پړاو ته رسېدلي دي.








