اوباما پر ايران د نورو بنديزونو سره مخالفت کړی

جواد ظريف هيله مندي ښوولې چې دغه موضوع به د خبرو له لارې هواره شي
د عکس تشریح، جواد ظريف هيله مندي ښوولې چې دغه موضوع به د خبرو له لارې هواره شي

ولسمشر اوباما له امريکايي سناتورانو غوښتي پر ايران د نورو بنديزونو لګول وځنډوي او د نړۍ ځواکمنو هېوادو ته فرصت ورکړي چې د ايران د اتومي پروګرام په اړه معامله بشپړه کړي.

د سپينې ماڼۍ يوه وياند خبرداری ورکړی، که له تهران سره پر کومې معاملې موافقه ونه شي ايران به د يورانيمو بډاينې ته دوام ورکړي.

د نړۍ ځواکمن ۵+۱ هېوادونه به له ايران سره د خبرو بل رونډ د چارشنبې په ورځ په جنيوا کې پيل کړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير هيله مندي ښوولې چې دغه موضوع به د خبرو له لارې هواره شي.

په يوټيوب کې په خپرې شوې يوه ويډيو کې محمد جواد ظريف ويلي: ''موږ د خپل وقار لپاره د عزت تمه او غوښتنه لرو. زموږ ايرانيانو لپاره اتومي انرژي لرل د نورو لپاره ګواښ نه دی''.

ولسمشر اوباما د بهرنيو چارو له وزير او د ملي امنيت له سلاکارې سوسن رايز سره يو ځای په سپينه ماڼۍ کې کابو دوه ساعته له سناتورانو سره خبرې وکړې.

په وروستيو ورځو کې يو شمېر امريکايي قانون جوړوونکو اندېښنه په ډاګه کړه چې ګواکې سپنه ماڼۍ په بيړه ګام پورته کوي او بايد د تهران پر خلاف له سخت دريځ نه کار واخيستل شي.

د سپينې ماڼۍ ویاند جې کارني وايي د امريکا هڅه دا ده چې دغه ستونزه له دپلوماتيکو لارو هواره شي.

دی وايي ''د پنځه جمع یو ډلې لومړنی شپږ میاشتنی ګام به د ایران د اټومي پروګرام پرمختګ ودروي. دغه چاره تر لسو کلونو وروسته په لومړي ځل ترسره کیږي. دا د ایران د اټومي پروګرام د فعالیتونو په برخه کې بې ساری روڼوالی ښيي''.

سپينه ماڼۍ وايي که ابتدايي موافقه ونه شي ايران به د يورانيو بډايه کول پراخ کړي، نوي سنتر فیوژونه به ولګوي او په ارک ښار کې به د پلاتونيمو د ریکتورونو پياوړتيا هم زياته کړي.

له ۲۰۰۶ کال راهيسې د ملګرو ملتو امنيت شورا پر ايران د تهران د اتومي پروګرام له امله بنديزونه لګولي دي.