مصر بيړنی حالت پای ته رسولی

د مصر حکومت د بيړني حالت او شپې له خوا ګرځبنديز لرې کولو اعلان کړی دی.
دغه ګام د محکمې له حکم وروسته، او له هغې نېټې دوه ورځې مخکې له هغه پورته کېږي چې اټکل يې کېده.
بيړنی حالت او د شپې له خوا ګرځبنديز د تېر اګست پر ۱۴ مه وروسته له هغه پلي شول چې امنيتي ځواکونو د لرې شوي ولسمشر محمد مرسي په پلوۍ احتجاجي ناستې په زور سره پای ته ورسولې.
ټاکل شوې وه دغه تدبيرونه يوه مياشت دوام وکړي، خو حکومت يې موده د سپتمبر پر ۱۲ مه دوه نورې مياشتې هم اوږده کړه.
د احتجاج نوی قانون
اوس بيړنی حالت او ګرځبنديز لرې شوي، او د لومړي وزير حازم الببلاوی يوه سلاکار بي بي سي ته پخلی کړی چې د سې شنبې په ځايي وخت له ۴ بجو يې د لرې کېدو وخت پيلېږي.
دغه ګام د اداري محکمې له دې پرېکړې وروسته پورته کېږي چې ويلي يې وو د دغو تدبيرونو مودې غځولو حکم بايد يوازې دوې مياشتې وخت ولري.
د پوځ په پلوۍ حکومت ويلي دوی به دغه حکم ته غاړه ږدي.
بيړني حالت او د شپې له يوې بجې د سهار تر پنځو بجو ګرځبنديز چارواکو ته د دې لار هواره کړې وه چې له کوم امر پرته کسان ونيسي او د خلکو کورونو پلټنه وکړي.
ډېری خلکو په قاهره کې د سوداګرۍ لوېدو پړه پر ګرځبنديز اچولې، په داسې حال کې چې حکومت د دندو جوړولو او د اقتصاد ژوندي کولو هڅه کوله.
دغه تدبيرونه وروسته له هغه پلي شول چې سلګونه خلک په پلازمېنه قاهره کې د مرسي پلوه احتجاجي ناستو لرې کولو پر مهال ووژل شول.
ښاغلی مرسي چې په ډيموکراټيک ډول د مصر لومړی ټاکل شوی ولسمشر و، د واکمنۍ پر وړاندې يې له پراخو لاريونو وروسته د پوځ له لوری لرې کړی شو.
دی اوس پر دې محاکمه کېږي چې د ادعاوو له مخې يې په ۲۰۱۲ کال له ولسمشرۍ ماڼۍ بهر د وژنو کړه وړه پارولی وو.
مصريان څه د پاسه دری لسيزې تر بيړني حالت لاندې، چې امنيتي ځواکونه ته لا ډېر واک ورکوي، اوسېدلې تر هغه چې ولسمشر حسنی مبارک د ۲۰۱۱ کال فبرورۍ کې د پراخو احتجاجونو پايله کې واک پرېښودو ته اړی کړی شو.
د عامه لاريونونو په اړه نوی قانون بايد له پلي کېدو مخکې د منځمهالي ولسمشر عدلي منصور له خوا لاسليک شي.
خو لکه څنګه چې په قاهره کې د بي بي سي خبرياله اورلا ګوېرين په خپل راپور کې وايي د قانون دغه مسوده په لوړه کچه ناندره ييزه ځکه ده، چې اټکل دی نوی قانون په عملي ډول د لارو کوڅو پر لاريونونو بنديز ولګوي او پوليسو ته يې د تيتولو پراخې واګې ورکړي.








