پاکستان: د حکیم الله مسعود وژنې په باب بحث کېږي

تمه کېږي، چې د پاکستان پارلمان به د دوشنبې په ورځ په یوه ګډه غونډه کې د طالبانو د مشر حکیم الله مسعود له وژل کېدو وروسته حالت په باب غور وکړي.
حکیم الله مسعود د جمعې په ورځ د شمالي وزیرستان په درپه خیل ډنډ سیمه کې د بې پیلوټه امریکايي الوتکې په برید کې له خپلو څلورو ملګرو سره ووژل شو.
پاکستاني حکومت دغه برید د خپل ملي حاکمیت تر پښو لاندې کول بللي او وايي دې سره یې د سولې هڅې شنډې شوې دي.
د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزیر پروېز رشید بي بي سي ته ویلي، چې د تېرو دوو ورځو اوږدو کې د رامنځ ته شوي حالت له کبله د پاکستاني پارلمان غونډه خورا مهمه ده. د نوموړي په وینا:
'د پارلمان اهمیت خورا ډېر دی، ځکه په دغه غونډه کې ټول سیاسي ګوندونه برخه اخلي، چې د هغې پرېکړې مخکښان دي، چې ترهګرۍ ستونزه باید د خبرو له لارې هواره شي.'
د پاکستان دولتي راډیو په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې د دغه هېواد لومړي وزیر میانوازشریف اسلام اباد کې د فدرالي کابېنې غونډه بللې ده.
چې په کې به هېواد کې د امنیتي حالت جاج اخیستو تر څنګ د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان د کورني امنیت په باب کابینې ته معلومات پکې ورکړي.
پاکستان له دې پېښې وروسته اسلام اباد کې د متحدو ایالتونو سفیر احضار کړ او رسمي احتجاج یې ورته وړاندې کړ، چې په اړه یې د خبرو پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویندوی وویل:
' له طالبانو سره د سولې خبرې د پاکستان کورنۍ مساله ده.'
بل لور ته د پاکستاني طالبانو یوه مهم مشر بي بي سي ته ویلي، چې لا هم د تحریک طالبان پاکستان لپاره نوی مشر نه دی ټاکل شوی. د نوموړي په وینا له ټولو ' مسوولینو ' نه د دوی نظر په باب پوښتل شوي دي.








