د مرسي محاکمه تر جنورۍ وځنډول شوه

مصري چارواکو ویلي، چې د مخکني ولسمشر محمد مرسي او ۱۴ نورو تورنو اخوانیانو محاکمه د راتلونکې جنورۍ میاشتې تر اتمې نېټې پورې غځول شوې ده.
مصر محمد مرسي د اسکندریې ښار برج العرب زندان ته لېږدولی، خو نور تورن بندین يې د قاهرې طرة زندان ته استولي.
مرسي د مظاهره چیانو په وژنه کې پر لاس لرلو تورن شوی دی.
دولتي رسنۍ وايي، د نوموړي د محاکمې بل پړاو به د جنورۍ میاشتې په اتمه نېټه تر سره کېږي، چې له دې لارې به وکیلانو ته د قضیې ارزولو لپاره وخت ورکړل شي.
د ننۍ محاکمې په اوږدو کې ښاغلي مرسي د محکمې له یونیفورم اغوستو انکار وکړ او د راپورونو له مخې، محکمې ته یې وویل، چې دی اوس هم د مصر قانوني ولسمشر دی. د نوموړي تر څنګ د اخوان المسلمین څوارلس نور غړي هم له محاکمې سره مخامخ دي.
په مرکزي قاهره کې د ښاغلي مرسي د پلویانو لخوا د یوه سترېدونکي لاریون راپورونه ورکړل شوي دي.
د ښاغلي مرسي محاکمه په داسې وخت کې پیل شوې، چې د ورته تورونو له امله د مصر د یوه بل پخواني ولسمشر حسني مبارک محاکمه هم روانه ده. د ښاغلي مرسي مدافع وکیل محمد توسون د مرسي محاکمه له اساسي قانون خلاف وبلله.
مخکنی خبر
د قاهرې د امنیت مشر ویلي، چې د اخوان المسلمین ګوند غړی او د مخکني لیرې کړای شوی ولسمشر محمد مرسي د قاهرې پولیسو اکاډيمۍ محکمې ته د محاکمې لپاره حاضر کړل شوی دی.
له نوموړي سره د اخوان المسلمین ګوند نور نیول شوي او تورن غړي هم محکمې ته حاضر شوي دي.
د مصر پوځ لا له وړاندې د محاکمې پر ورځ د ټينګو امنیتي تدبیرونو د نیولو خبره کړې وه.
مصري چارواکو محمد مرسي د قاهرې له سوېل طرة زندان ځخه د ښار په ختيځ کې محکمې ته حاضر کړی دی.
د محمد مرسي کورنۍ ویلي، محاکمې ته ځکه نه ورځي، چې په وینا يې "ناقانونه ده".
د مصر دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې وو چې پوځ د عمومي زندانونو شاوخوا خپل امنیت ټينګ کړی او ګڼ اضافي پوځيان يې ګومارلي دي.
ګواښ
په خبرپاڼه کې راغلي، چې وسله والو ځواکنو د ټينګو امنیتي تدبیرونو نیولو لپاره چمتووالی نیولی دی.
د حکومتي بنسټونو او مهمو ځایونو او ادارو شاوخوا د "مظاهرو او ممکنه تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره اضافي سرتېري ځای پرځای شوي".
له مرسي سره د اخوان المسلمون پر ۱۴ نورو مشرانو هم وژنو ته د لمسونې تورونه لګېدلي دي.
د دوشنبې په ورځ د مرسي د پلویانو له لوري د احتجاجي مظاهرو له اعلانه وروسته امنیتي ځواکونو ته د تیار سئ امر شوی دی.
تمه کېږي د امنیت خوندي ساتلو لپاره به تر ۲۰ زرو پورې سرتېري وګومارل شي.
ویل کېږي، چې د ښاغلي مرسي محاکمه به د قاهرې په پولیس اکاډیمۍ کې وشي.
په همدې ځای کې د پخواني ولسمشر حسني مبارک محاکمه هم روانه ده.
د سږ کال په جون میاشت کې له سختو احتجاجي مظاهرو وروسته جولای میاشت کې محمد مرسي له واکه لرې کړل شو.
د نوموړي د محاکمې له پیله یوه ورځ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېږي د یوه نا اعلان شوي سفر لړ کې مصر ته ورسېد.
مصر کې د خبرو پر مهال جان کېري د هر ډول تشدد مخنیوي او د ولسواکۍ پر لور پرمختګ لپاره ټینګار وکړ.
جان کېري په مصر کې د لومړي ټاکل شوي ولسمشر محمد مرسي پر ضد له پوځي بغاوت وروسته لومړی ځل دغه هېواد ته د خپل سفر پر مهال دا هم وویل، چې مصر د امریکا له مهمو ملګرو څخه یو دی.
قاهره کې د موقت حکومت، چې د پوځ ملاتړ ورسره دی، د بهرنیو چارو له وزیر نبیل فهمي سره له لیدو وروسته جان کېري وویل، هېواد یې له مصري حکومت سره ګډ کار کولو ژمنې ته وفادار دی.
جولای میاشت کې د محمد مرسي له واکه لرې کېدو وروسته مصر کې د هغه د پلویانو او مخالفانو له لوري د پراخو مظاهرو لړۍ پیل شوې.
دې مظاهرو لړ کې لسګونه کسان وژل شوي او لاهم تاوتریخوالی موجود دی.
خبریالان وايي، د محمد مرسي د محاکمې له پیل سره سم خلک اندېښمن دي او داسې وېره لري، چې د مصر تاوتریخجن حالت به زیات شي.
د مرسي محاکمې له پیله یوه ورځ مخکې د مصر په اسماعلیه ښار کې د وسله والو کسانو په ډزو کې دوه مصري پولیس سرتېري ووژل شول، چې وروسره د تشدد پېښو ډېرېدو په باب اندېښنې هم ډېرې شوې.








