اتومي پروګرام: د ایران او نړیوالو زبر ځواکونو خبرې

په پام کې ده چې په جینوا کې د امریکا او د نړۍ د سترو پنځو مخکښو قوتونو د استازو ترمنځ د ایران د اتومي پروګرام په اړه دوه ورځنۍ خبرې پیل شي.
په اګست میاشت کې د حسن روحاني له واک ته رسیدو را هیسې دا لومړی ځل دی چې د ایران د اتومي پروګرام په اړه رسمي خبرې کېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ژمنه کړې چې داسې وړاندېزونه به وکړي چې ښکېلې خواوې یوه جوړ جاړي ته سره نږدې شي. نوموړي ویلي کېدای دا لانجه په یو کال کې هواره شي.
ایران لوېدیځ هېوادونه هڅولي چې تر هغه پر ایران په لګېدلو بندیزونو نرمي را نه ولي تر څو هغه اندېښنې چې وايي ایران اتومي وسله ترلاسه کول غواړي له منځه نه وي تللي.
خوتهران ټینګار کوي چې اتومي پروګرام یې یواځې د اتومي انرژي تر لاسه کولو لپاره دی.
د منځي ختیځ په چارو کې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال کالین کال بي بي سي ته وویل:
"که د دوی مشرتابه پرېکړه وکړي نو دوی ټول هغه مهارتونه او امکانات لري چې یو شمېر یې د اتومي وسلو په جوړولو کې کارول کېږي. د اتومي وسلو د جوړولو لپاره د دوی دا توان په چټکۍ سره وده کوي. زه فکر کوم که کوم جوړ جاړی وشي نو د دې کار مخه به ونیسي."
له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي د لوېدېځو هېوادونو د یوې مهمې غوښتنې په ردولو سره ویلي و، ایران به هېڅکله اجازه ور نه کړي، چې بډای شوي یورانیم یې له هېواده بهر ته یووړل شي.
ښاغلي عراقچي، چې د ایران د اتومي مسالې مهم مرکچي دی، دوې ورځې مخکې دولتي ټلویزیون سره خبرو کې ویلي، تهران به د یورانیمو د بډاینې پر چوکاټ، کچه او شمېر خبرې وکړي، خو په ټپه درول او یا له هېواده بهر ته لېږدول به یې د سرې کرښې په توګه پاتې شي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د سپتمبر په وروستیو کې د ملګرو ملتونو د عمومۍ اسامبلۍ په دريمه ورځ له اتومي وسلو د يوې پاکې نړۍ د غوښتنې ترڅنګ ویلي و، تر دې وروسته باید د سپتمبر د میاشتې ۲۶مه په نړۍ کې د اتومي وسلو د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په توګه ونومول شي.
تر دې وړاندې د ايران ولسمشر حسن روحاني له يوې امريکايي ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي و هڅه به وکړي چې په دريو مياشتو کې دننه له لويديځ سره د ايران د اتومي پروګرام پر سر يوې موافقې ته ورسېږي.
ايران وايي اتومي پروګرام يې د سوله ييزو مقاصدو لپاره دی، خو لويديځ يې په اړه شک ښيي او فکر کوي چې ايران غواړي اتومي وسلې جوړې کړي.








