اوباما او روحاني تیلیفوني خبرې کړې

امریکايي ولسمشر بارک اوباما له خپل ایراني سیال حسن روحاني سره د ایران د اتومي پروګرام پر سر تیلېفوني خبرې کړې.
د جمعې پر ورځ دا کم سارې خبرې، چې له ۱۹۷۹ کال راپدېخوا لومړۍ هغه ګڼل کېږي، هم مهاله نیویارک ته د حسن روحاني د سفر په درشل کې شوې دي.
ولسمشر اوباما د جمعې پر ورځ له ماسپښین وروسته واشنګټن کې خبریالانو ته دا بې سارې خبرې وبللې.
د امریکايي چارواکو په وینا، په دغو ۱۵ دقیقه ییزو تیلېفوني خبرو کې ولسمشر اوبام له حسن روحاني سره دې پرېکړې ته رسېدلی، چې دواړه هېوادونه د ایران د اتومي پروګرام د پای ته رسولو پر سر یوې هر اړخیزې موافقې ته رسېدلی شي.
ښاغلي اوباما وویل، له ایران سره موافقې ته د رسېدو لار ستونزمنه ده، خو په ایران کې د نوي حکومت په راتګ سره د خبرو د مخته بېولو ډېره استثنايي زمینه برابره شوې ده.
یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ویلي، چې دا خبرې له نیویارکه د ښاغلي روحاني تر وتلو وروسته د هغه په غوښتنه شوې دي.
خو ښاغلي روحاني پر خپله ټولنیزه وېبپاڼه ټویټرله اوباما سره د دغو خبرو ځینې برخې ټویټ کړې دي.
د ښاغلي روحاني لیکنو کې راغلي، اوباما ته یې ویلي چې سیاسي عزم کولی شي په چټکۍ سره د ایران د اتومي پروګرام پر سر رامنځ ته شوي اختلافات له منځه یوسي.
خدا حافظ
ښاغلي روحاني همداشان بارک اوباما ته ویلي، چې په راتلونکو اوونیو یا میاشتو کې د ۱+۵غړو هېوادونو، په تېره بیا امریکا سره یوه جوړجاړي ته د رسېدو هیله لري.
ایراني ولسمشر لیکلي، چې د خبرو پای کې یې اوباما ته ښه ورځ غوښتې ده، او اوباما هم د خدای پامانۍ پرمهال په فارسي ورته (خدا حافظ) ویلي دي.
حسن روحاني په یوه ټویټ کې –چې بیا وروسته ډیلیټ شوی- لیکلي، چې اوباما ورته د ښه سفر غوښتنه کړې ده او د ایران د موټرو د ګڼې ګوڼې بښنه یې ترې غوښتې.
دا په تېرو درو لسیزو کې د ایران او امریکا د ولسمشرانو لومړۍ تیلیفوني خبرې دي.
که څه هم د ځینو امریکايي چارواکو په حواله، د دغو خبرو ډېره برخه د ایران د اتومي پروګرام پر سر موضوع ته ځانګړې شوې وه، خو ښاغلي اوباما ایران کې د امریکايي بندیانو د وضعیت په اړه هم اندېښنه ښوولې ده.

د ایران او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د تېرې پنجشنبې پر ورځ نیویارک کې د ۱+۵ ډلې خبرو پرمهال له یو بل سره مخامخ وکتل او راتلونکې میاشت کې ژنیوا کې د اتومي پروګرام پر سر خبرو موافقه وکړه.
بارک اوباما او حسن روحاني د امریکا او ایران تر ټولو جګپوړي چارواکي دي، چې د تېرې سې شنبې پر ورځ یې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې ویناوې وکړې او د اټکلونو خلاف دواړه مشران له یو بل سره مخامخ نه شول.
که څه هم یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې د امریکا او ایران ولسمشرانو خبرې د ښاغلي روحاني په ابتکار ترسره شوې، خو رویټرز خبري اژانس د ښاغلي روحاني د یوه نژدې کس له قوله ویلي، چې له ایراني ولسمشر سره د بارک اوباما دغه تیلېفوني خبرې ناڅاپي وې.
د اوباما په وینا، هغه له روحاني سره موافقه وکړه، چې د بهرنیو چارو خپلو وزیرانو ته یوې موافقې ته د رسېدو لپاره هڅې وکړي.








