ملالې د بشري حقونو جایزه وګټله

د سوات زدکوونکې او د نجونو د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ ته چې تېر کال طالبانو په ډزو سخته ټپي کړې وه او بیا برتانیا کې ورغول شوه د ساخاروف په نامه د اروپایي ټولنې د بشري حقونو جایزه ورکړل شوې ده.
د بیان ازادۍ لپاره د ساخاروف دغه جایزه د شوروي اتحاد فیزیکپوه او مبارز اندریا ساخاروف د یاد لپاره هر کال اعلانېږي چې سږکال د اروپا پارلمان لخوا ملالې ته ورکړل شوې ده.
د ساخاروف دغه ۶۵ زره ډالره جایزه د اروپا د بشري حقونو تر ټولو ډېره معتبره جایزه ګڼل کېږي.
ملالې ته به دغه جایزه په نومبر میاشت کې د یو لړ مراسمو په ترڅ ورکول کېږي.
د امریکا د استخباراتو یو مخکنی تښتېدلی مامور ايډورډ سنوډن چې د امریکا ځینې پټ استخباراتي معلومات یې افشا کړي هم دغې جایزې ته نومول شوی و.
تېر کال د ساخاروف دغه جایزه د برما ديموکراسي پلوه مبارزې انګ سان سوچي چې یوه وتلې څېره ده کټلې وه. انګ سان سوچي د نوبل سولې جایزې ګټونکې هم ده.
نیلسن منډیلا هم د دغې جایزه ګټونکو په لست کې دی.
ملاله یوسفزۍ له هغه وخته په نړیوال ډګر کې یاده شوه چې په سوات کې وسله والو طالبانو برید پرې وکړ او د دې نظر يې د خپلو لارښونو خلاف وباله.
ملاله اوس په نړۍ کې د نجونو د تعلیم د ودې لپاره د یوه سمبول په څېر مشهوره شوې. ملالې ته یو شمېر نورې نړیوالې جایزې هم ورکړلې شوې او د نوبل جایزې لپاره یې هم نوم د کاندیدانو په لست کې شامل دی.








