د سوريې د کېمياوي وسلو له منځه وړل پيل شوي

په سوریه کې د بې وسلې کولو د نړیوالو څارونکو یوې ډلې د کیمیاوي وسلو د زيرمو تاسيساتو له منځه وړل پيل کړي دي.
یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، چې د ملګرو ملتونو او کیمیاوي وسلو د مخنيوي سازمان اړوند څاروونکي نن د سوریې د کېمياوي وسلو یوه نامعلوم کارځای کې ته ورغلي وو.
تمه کېږي، چې د جنګي سر ګولولو، بمونو او د دې شیانو د جوړوونکو تجهیزاتو له منځه وړلو لپاره به له درنو ګاډو کار واخیستل شي.
د څارونکو ډله د هغې هوکړې له مخې سوریې ته تللې، چې د اګست په ۲۱مه يې له ملګرو ملتونو سره وکړه.
په سوريه کې د کیمیاوي وسلو له یوه خونړي برید وروسته، د بشارالاسد حکومت هوکړه وکړه، چې خپلې کیمیاوي وسلې به له منځه وړي.
د جرمني رول
د سوریې ولسمشر بشار الاسد د خپل هېواد په دېرش میاشتنۍ جګړه کې د منځګړي په توګه د جرمني د رول احتمال زیات بللی.
د جرمني له دیرشپېګل مجلې سره په مرکه کې بشار الاسد ویلي تر هغو به له یاغیانو سره خبرې و نه کړي، چې هغوی وسلې پر ځمکه نه وي ایښي.
خو له بي بي سي عربي برخې سره په خبرو کې د ملي روغې جوړې وزیر علي حیدر ویلي، په ځايي کچه د سوري حکومتي چارواکو او اپوزېسیون د ځینو ډلو مشرانو تر منځ خبرې کېږي.
نوموړي ټینګار کړی، دا هغه ډلې دي، چې له القاعده سره تړاو نه لري.








