روحاني غواړي ۳ مياشتو کې اتومي لانجه غوڅه کړي

ايران وايي اتومي پروګرام يې د سوله ييزو مقاصدو لپاره دی، خو لويديځ پرې شک کوي
د عکس تشریح، ايران وايي اتومي پروګرام يې د سوله ييزو مقاصدو لپاره دی، خو لويديځ پرې شک کوي

د ايران ولسمشر حسن روحاني له يوې امريکايي ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي هڅه به وکړي چې په دريو مياشتو کې دننه له لويديځ سره د ايران د اتومي پروګرام پر سر يوې موافقې ته ورسېږي.

ښاغلی روحاني دغه څرګندونې په نيويارک کې د ۵+۱ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له ناستې يوازې څو ساعته وړاندې کوي.

۵+۱ د ملګرو ملتو پنځه دايمي غړي امريکا، برتانيا، فرانسه، چين، روسيه جمع د جرمني هېوادونه دي.

ټاکل شوې په دغه ناسته کې د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف او د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري په لومړي ځل مخامخ د ايران په اړه خبرې وکړي.

ښاغلي روحاني له واشنګنټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي: "د ايران د اتومي پروګرام د دوسيې د حل لپاره يوازنی ګام دا دی چې د مذاکراتو لپاره وخت زيات شي او خبرې بايد لنډې وي."

د ايران ولسمشر د ملګرو ملتو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نيويارک ته تللی او په تېرو څو ورځو کې يې له يو شمېر مهمو امريکايي رسنيو سره مرکې کړې دي.

دغه ورځپاڼه ليکي، حسن روحاني يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې بشپړ واک لري چې د تهران د اتومي پروګرام په اړه خبرې يوې نتيجې ته ورسوي.

د دغه راپور له مخې، لوېديځو رسنيو هم د ښاغلي روحاني دا څرګندونې تاييد کړي دي.

واشنګټن پوسټ وايي، حسن روحاني له امريکا، برتانيا، فرانسې، روسيې، چين او جرمني سره د اتومي لانجې د حل په موخه دغې ورځپاڼې ته ويلي چې دغه ستونزه به يوازې په څو مياشتو کې هواره کړي:

"هر څومره چې ژر دغې موافقې ته ورسېږو، هغومره د ټولو لپاره ښه ده. که وکړای شو دغې موافقې ته په دريو مياشتو کې ورسېږو، نو ايران دې ته لومړيتوب ورکوي، خو شپږ میاشتې هم ښې دي. په هر صورت خبره يوازې د راتلونکو څو مياشتو ده، نه د کلونو."

ايران وايي اتومي پروګرام يې د سوله ييزو مقاصدو لپاره دی، خو لويديځ يې په اړه شک ښيي او فکر کوي چې ايران غواړي اتومي وسلې جوړې کړي.

ښاغلي روحاني په دغه مرکه کې ويلي، چمتو دی چې د ايران د اتومي فعاليت د روڼوالي په اړه ګامونه پورته کړي او دا کره کړي چې تهران نه غواړي اتومي وسلې ولري.

هغه په دې اړه چې دغه اقدامات به څه وي، ۲۰۰۳ او ۲۰۰۵ کلونو ته اشاره وکړه چې پخپله د ايران د اتومي پروګرام مشر مرکچي و.