"پر ايران شکونو بنديزونو ته لار هواره کړې"

ښاغلي مان ويلي، موږ غواړو ايران وړانديزونه ومني او بلاخره يوې موافقې ته ورسېږو
د عکس تشریح، ښاغلي مان ويلي، موږ غواړو ايران وړانديزونه ومني او بلاخره يوې موافقې ته ورسېږو

د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو مشرې کاترين اشټون وياند مایکل مان د لوړې په مراسمو کې د ايران د نوي ولسمشر حسن روحاني د وينا هرکلی کړی، ويلي يې دي که د تهران د اتومي پروګرام په تړاو شکونه لرې شي، د بنديزونو دليل نه ليدل کېږي.

ښاغلي مان فارسي بي بي سي ته ويلي: "موږ د نوي ولسمشر څرګندونې واورېدې او جالبې وې. موږ تل خپلو شريکانو ته درناوی کوو."

حسن روحاني د ولسمشرۍ د لوړې په مراسمو کې ويلي و: "شفافيت د باور پيدا کېدو کلي ده. شفافيت چې موږ يې په اړه خبرې کوو، نه شي کېدای په دوه اړخيزو او څو اړخيزو اړيکو کې پرته له اجراء او پلي کېدو، يو اړخيز وي."

ښاغلي روحاني له نړيوالو غوښتي و، چې له ايران سره د بنديزونو پر ځای د درناوي په ژبه خبرې وکړﺉ.

د کاترين اشټون وياند د ښاغلي روحاني له وينا يوه ورځ وروسته وويل: "د بنديزونو دليل شک او شبهه ده، چې د ايران په موخو کې ليدل کېږي. که دغه شکونه لرې شي د بنديزونو لپاره دليل نه پاتې کېږي."

ښاغلي مان ويلي، موږ غواړو چې ايران زموږ وړانديزونه ومني او دا د خبرو په دوام او بلاخره په يوې موافقې بدل شي.

دی وايي داسې يو توافق وشي چې په هغه کې نړېواله ټولنه قانع شي چې د ايران اتومي فعاليتونه پوځي موخې نه لري.

کاترين اشټون په وروستيو کلونو کې د نړۍ د شپږو قدرتونو په استازيتوب چې د امنيت شورا پنځه دايمي غړي او جرمني په کې دي، له ايران سره اتومي خبرې پر مخ وړي.

د مېرمن اشټون وياند له ايران نه د بنديزونو د لرې کېدو په اړه ويلي دي: "داسې نه ده چې تاسو يو کار وکړی او ټول بنديزونه دې لرې شي. بايد ډېر کار وشي. لومړی دا چې توپ اوس د ايران پر ځمکه ده. هغوی بايد لومړی ګام پورته کړي. هر څه چې وي دا ایران ده چې له نړېوالو ژمنو يې سرغړونه کړې ده."

حسن روحاني ژمنه وکړه چې د نويو بنديزونو د مخنيوي او د پخوانيو هغو د لرې کېدو هڅه کوي.

خو ښاغلي مان ويلي، هغه مهال چې ايران پر داسې لوري روان وي چې ژمنو ته درناوی کوي، موږ کولای شو د بنديزونو د لرې کېدو په اړه وغږېږو.

څو اوونۍ وړاندې د امريکا کانګرس پرېکړه وکړه چې بايد د ايران پر تيلو نور بنديزونه وضع شي.