روحاني: د یورانیمو بډاینه نه بندوو

د ایران نوي ټاکل شوي ولسمشر حسن روحاني له ټاکنو وروسته لومړۍ خبرې غونډې ته وینا کې وویل، چې هېواد یې چمتو دی، د خپل اټومي پروګرام په باب ډېر شفافیت څرګند کړی، خو وايي، د یورانیم بډاینه به بنده نه کړي.
د نوموړي په وینا دې لړ کې پر ایران لګېدلي بندیزونه عادلانه نه دي.
د ایران ولسمشر محدود واک لري او د پالیسۍ اړوند مهمې پرېکړې د دغه هېواد مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای کوي.
تهران کې خبرې غونډې ته په وینا کې نوموړي وویل:
"زموږ اتومي پروګرام په بشپړه توګه شفاف دی. خو د نور شفافیت څرګندولو لپاره او نړیوالې ټولنې ته د دې ښولو لپاره چمتو یو، چې د ایران د اسلامي جمهوریت ټول اقدامات د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې دننه دي."
نوموړي ټینګار وکړ، چې د یورانیمو بډاینې درولو مخالفت به وکړي، چې د ایران او لوېدیځ تر منځ د اړیکو په وړاندې خنډ دی.
تېره میاشت د ملګرو ملتو د اتومي انرژۍ ادارې مسوولینو ویلي و، چې ایران د نطنز په اتومي کارځای کې سلګونه نوي سنټري فیوجونه ځای پر ځای کړي دي.
د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې د ایران د اتومي پروګرام پر ممکنه پوځي اړخ اندېښنه ښوولې وه.
خو وايي د ۲۰ سلنه بډای یورانیم کچه نه ده زیاته شوې.
لوېدیځ شک لري، چې ایران غواړي اتومي وسله جوړه کړې، خو ایران وايي اټومي پروګرام یې سوله ییز دی.
خبرې غونډې ته د وینا پر مهال ښاغلي روحاني د یو شمېر مسایلو په باب خبرې وکړې، ویې ویل، حکومت یې غواړي له نړۍ سره ( رغنده اړیکي رامنځ ته کړي) نوموړي د "منځلارۍ" ټاکلو لپاره د ایران له خلکو مننه وکړه.
نوموړي له "ولوله ییزو" ایراني ځوانانو مننه وکړه، ویې ویل د ټاکنو پر مهال به خپلې ژمنې هېرې نه کړي.
روحاني تجربه لرونکی سیاستوال دی او د تېرې جمعې ورځې په ټاکنو کې تر ۵۰ سلنه ډېرو رایې تر لاسه کولو د ایران د ولسمشرۍ مقام ته وټاکل شو.








