کرزي له ایراني ولسمشر د لا پراخو اړیکو غوښتنه کړې

افغان ولسمشر حامد کرزي د ايران د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د اصلاح غوښتونکي نوماند حسن روحاني د بري له امله د ايران خلکو ته مبارکي ويلې ده.
کابل او تهران په تېرو نژدې دوو لسيزو کې د تودو اړيکو پاللو ترڅنګ وخت ناوخت يو له بل سره ښکر په ښکر شوي او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال خو خبره ان د جګړې تر پولې ورسېده.
خو د طالبانو د رژيم له ړنګېدو راوروسته د کابل او تهران اړيکې له دې سره سره ښې دي چې تهران په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د پاتې کېدو په اړه ګيله من دی.
کابل کې زموږ همکار عبدالله ستانکزی وايي، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زي ویلي، افغان ولسمشر د ايران له نوي حکومت سره د ښو اړيکو پاللو ته لېواله دی:
''ولسمشر کرزي د حکومت او د افغانستان د خلکو په استازيتوب د ايران د ټاکنو ترسره کېدو په تړاو، ايران او د دغه هېواد خلکو ته تبريکي ويلې په ځانګړي ډول د ولسمشر په توګه د حسن روحاني د غوره کېدو له امله. او هيله يې څرګنده کړې ده چې د ښاغلي روحاني د نوي حکومت په موده کې د دواړو هېوادونو اړيکې او همکارۍ پراخې شي''.
افغان حکومت وايي کابل او تهران په تېرو ۱۲ کلونو کې د سيمې په کچه د ستونزو د حل په ځانګړي ډول له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې همکاري کړې ده.
ايران تر پاکستان وروسته د افغانستان دويم ګاونډی دی چې ډېری اړتيا وړ توکي ترې واردوي او د ۲۰۱۲ کال شمېرې ښيي چې د کابل او تهران ترمنځ د توکو د راکړې ورکړې کچه له يو نيم ميليارد ډالرو اووښتی ده.
د افغانستان د سوداګرۍ خونو مرستيال خان جان الکوزی وايي په ايران کې د نوي حکومت په راتلو به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړېکې هم وغوړېږي، چې پخوا له يو لړ ننګونو سره ملې وې
ایران او پاکستان
ايران او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې تر ډېره بريده د افغانستان په سياست کې ښکېل دي او د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز مشر داود مراديان په دې باور دی چې ښاغلی روحاني به د کابل، تهران او واشنګټن ترمنځ د همکاريو يو ګډ ميکانيزم رامنځته کړي:

''پرته له شکه پخپله حسن روحاني په تهران کې يو له هغو کسانو نه دی چې له امريکا سره د افغانستان د مسايلو په اړه د همکاريو د يوه ارتباطي کانال پرانستلو ته لېواله دی. او موږ په کابل کې هيله من يو هغه کارونه چې د پردې تر شا د ښاغلي روحاني همکارانو ترسره کول په دغه نوي پړاو کې هغه د پردې مخې ته راشي او موږ د هغو عملي مکانيزمونو شاهد واوسو چې د امريکا، افغانستان او ايران د درې اړخيزې همکارۍ له امله رامنځته کېږي''.
خو هغه ستونزه چې لا هم د کابل او تهران ترمنځ په بشپړ ډول نه ده حل شوې په ايران کې د افغان کډوالو او افغان زندانيانو ده ده.
د ايران سرحدي ځواکونو دغلته بيا بيا افغان کډوال د ايران له خاورې په زور ويستو ته اړ کړي او د ځينو راپورونو له مخې ځينې يې پر پوله وژلي دي.








