پوتین د سوریې په اړه شخصي پيغام وړاندې کړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې په اړه امریکایانو ته خپل مستقیم شخصي پيغام وړاندې کړ.
په نیوریاک ټایمز ورځپاڼه کې په یوه مقاله کې ښاغلي پوتین خبر داری ورکړ چې د امریکا د متحده ایالتونو له خوا پر سوریې هر ډول برید به د ترهګرۍ نوې څپه را منځ ته کړي او کیدای شي د نړیوال قانون نظام ګډو وډ او نړېوال توازن له منځه یوسي.
د روسیې ولسمشر ویلي په نړۍ کې میلیونونه کسان امریکایانو ته د ډیموکراسۍ د یوې بېلګې په توګه نه، بلکې د داسې یو چا په سترګه ګوري چې تل یې زور ته مخه کړې ده.
ښاغلي پوتین دغه راز ګوت څنډنه کړې که اغیزمن هېوادونه د ملګرو ملتونو سازمان له پامه وغورځوي نو دا اسازمان به د ملتونو ټولنه په څیر له منځه لاړ شي.
دا لیکنه داسې مهال خپریږي چې په پام کې ده نه نن امریکايي او روسي چارواکي د روسیې د هغه وړاندیز په اړه خبرې وکړي چې د سوریې کیمیاوي وسلې دې تر نړېوال کنټرول لاندې راوستل شي.
د ملګرو ملتونو پنځو مستقلو غړو د سوریې د کیمیاوي وسلو پر مسالې د روسیې د پلان په اړه د خبرو لپاره نیویارک کې لیدنه کړې.
د پنځو مستقلو غړو، امریکا، چین، برتانیا، فرانسې او روسیې تر منځ دغې لیدنې له یوه ساعته هم لږ وخت دوام وکړ.
د غونډې له پای ته رسېدو وروسته دیپلوماتان له څه ویلو پرته ستانه شول.
یوه دیپلومات بي بي سي ته وویل، چې د دغې غونډې بڼه سمبولیکه وه او د ډېرو جدي پوښتنو په باب به جینوا کې خبرې وشي.
برتانیا، فرانسه او امریکا غواړي داسې یو پرېکړه لیک راوړي، چې د سوریې لپاره پلي کول ضروري وي، خو روسیه دې سره مخالفت کوي.
له دې مخکې روسیې ویلي و، چې د سوریې د کیماوي وسلو اړوند پلان یې ملګرو ملتونو ته وړاندې کړی.
روسیې له دې مخکې د دوشنبې په ورځ وړاندیز وکړ، چې له مخې یې د سوریې کیمیاوي وسلې نړیوال کنترول ته سپارل کېږي او سوریې د دغه وړاندیز هرکلی وکړ.
د همدې وړاندیز له کبله د امریکا ولسشمر باراک اوباما د پوځي اقدام ځنډولو او دیپلومایسۍ ته د فرصت ورکولو پرېکړه وکړه.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې به اوس د سوریې اړوند هر پرېکړه لیک په باب ناندریز بحث وشي.
برتانیا، فرانسې او امریکا په ملګرو ملتونو کې د وېټو صلاحیت درلودونکو هېوادونو له غونډې مخکې، ځانکړې غونډه وکړه.
فرانسه د ملګرو ملتونو د منشور له اوومې مادې سره سم پر یوه پرېکړه لیک کار کوي، چې د سوریې د نابریالیتوب په صورت کې د دغه هېواد پر ضد د پوځي اقدام اجازه ورکوي.
بل لور ته د روسیې دریځ دادی، چې داسې هېڅ پرېکړه لیک به و نه مني، چې په کې سوریه د کیمیاوي وسلو کاروونې مسووله وبلله شي.
د ملګرو ملتونو د منشور اوومه ماده د نورو طریقو د نابریالیتوب په صورت کې د پوځي اقدام اجازه ورکوي، خو شپږمه ماده په سوله ییز ډول د مسایلو د حل کولو اجازه ورکوي.
د امنیت شورا د پنځو مسقلو غړو له غونډې مخکې یوه ديپلومات رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې " فکر کوم زموږ تر منځ به هوکړه رامنځ ته شي"
خو یوه بل دیپلومات ویلي "دوی به د کیمیاوي وسلو د سمبالښت پلان په عامو اصولو خبرې وکړي، حقیقتاً به دوی اوس د پرېکړه لیک پر مسودې خبرې و نه کړي."
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به د پنجشنبې په ورځ جینیوا کې خبرې وکړي. دوی د چهارشنبې په ورځ پر ټیلیفون خبرې وکړې.
امریکا ادعا کوي، چې د بشار الاسد حکومت په ۳۱ مه د کیمیاوي وسلو په یوه برید کې ۱۴۱۹ کسان ووژل، خو د سوریې حکومت انکار کوي، چې ګواکې دغه برید دوی کړی.








