هندۍ محصلې کورنۍ د محکمې پر پرېکړې خوښ نه دي

د هند په پلازمینه نوې ډیلي کې په تېر دسمبر میاشت کې د ظالمانه جنسي تېري د قرباني شوې محصلې کورنۍ وايي په دې پېښه کې د یو تورن تنکي ځوان په اړه د محکمې په پرېکړه خوښ نه دي.
دغه کس چې د تېري پر مهال ۱۷ کلن و د محکمې له خوا په یوه اصلاحي مرکز کې د درې کلونو په تېرولو محکوم شو.
د هند د قانون له مخې له قانوني عمر څخه د ټیټ عمر لرونکو کسانو ته حد اکثر درې کاله دا ډول سزا ورکول کېدای شي.
د قرباني محصلې ورور ویلي له تورن کس سره له ډېر اسانۍ کار اخیستل شوی او دوی به د سترې محکمې په وړاندې د استیناف غوښتنه وکړي.
په دې تېري کې د لاس لرلو په تور څلور تنه نور په جلا توګه محاکمه کېږي او تمه ده چې د دوی په اړه په راتلونکو څو اونیو کې محکمه پرېکړه وکړي.
د دې پېښې د ۲۳ کلنې قربانۍ مور د محکمې په پرېکړې ډېره خپه وه او په ژړا له محکمې ووتله.
له محکمې نه د باندې را ټولو شويو خلکو هغه ځوان ته د مرګ د سزا غوښتنه کوله.
څلور نور تورن کسان کېدای شي د مرګ په سزا محکوم شي.
پنځم تورن کس په زندان کې مړ موندل شوی و چې د زندان چارواکې وایي بارو لري ځان به یې زندۍ کړی وي.
تېر ډسمبر د دې محصلې ډله ییز وحشیانه جنسي تېري په هند کې مېرمنو ته د ورپېښو ګواښونو په اړه یو ملي بحث را پورته کړ او حکومت اړ شو چې د جنسي تېري ضد قانون جوړ کړي.
د ۱۸ کلن تورن ځوان پر وړاندې د محکمې پرېکړه څو څو ځلې وځنډېده.
دغه ځوان د پېښې پر وخت د ۱۷ کلنو و او یوازې ۶ میاشتې یې پاته وې چې د یوه بالغه انسان عمر ته ورسېږي.
د قرباني محصلې کورنۍ هم دا غوښتنه کوله چې له دغه ځوان سره باید د یو بالغ شخص چلند وشي او باید د مرګ سزا ورکړل شي.
د روان کال په مارچ کې د هندوستان حکومت د جنسي تېري ضد قانون جوړ کړ چې تېری کوونکی د مرګ په سزا محکومېدای شي.
په هند کې د بي بي سي خبریال وایي د هندوستان خلک د محکمې پرېکړي له نژدې څاري.
د دې پېښي قرباني د فیزوتراپۍ زده کوونکې د خپل نارینه ملګري سره یوځای په یوه بس کې وه چې برید پرې وشو او بیا د موټر څخه وغورځول شوه.
پولیس وایي یرغلګرو دواړه وهلي و او بیا یې د ښځې سره جنسي تېری کړی و چې بیا د ډسمبر پر ۲۹مه هغه د سنګاپور په یوه روغتون کې د ټپونو له امله مړه شوه.
د هندوستان د واکمن ګوند، ګانګرېس مشرې سونیا ګاندي له خپلو هېوادوالو غوښتنه کړې چې یو ټولنیز پاڅون را منځ ته کړي چې ښځو ته حقونه وکړل شي.
اغلې ګاندي وویل د ټولنې زهنیت ته باید تغییر وکړل شي چې د ښځو پر وړاندې توپیري چلند ختم شي او له دوی سره مرسته وشي چې له نارینو سره برابر حقوق ولري.
د تېرو څو کلنو را په دې خوا د ښځو پر وړاندې د جرمونو په زیاتېدو سره په ټول هندوستان کې دا غوښتنه کېږي چې په ټولنه کې باید د ښځو ښه ساتنه وشي.
اغلې ګاندي زیاته کړه چې د هندوستان د حکومت نوی قانون چې د جنسي تېري پر ضد جوړ شوی دی باید په سمه توګه پلی شي.








