د ممبۍ فوټوخبریالې جنسي تېری شوی

هندوستان کې د وروستیو ډله ییزو جنسي تېریو پر وړاندې پراخ فعالیتونه پیل شوي.
د عکس تشریح، هندوستان کې د وروستیو ډله ییزو جنسي تېریو پر وړاندې پراخ فعالیتونه پیل شوي.

د هندوستان ممبۍ کې پنځو کسانو پر یوې فوټوخبریالې جنسي تېری کړی، چې د پولیسو په وینا اوس روغتون کې ټپي حالت کې بستري شوې ده.

پولیسو ویلي، چې پر دغې ۲۲ کلنې خبریالې هغه مهال ډله ییز برید شوی، چې د ممیۍ (لوور پارېل) سیمه کې پر خپل رسمي کار بوخته وه.

برید د تېرې پنجشنبې پر ماښام شوی.

که څه هم له دې خبریالې سره د هغې یو ملګری هم و، د برید کوونکو له خوا سخت وهل شوی.

پولیس وايي د پېښې په تړاو یې ۳۵ کسان نیولي.

په تېر دسمبر کې دې ته ورته پېښه شوې وه، چې پر یوې ۲۳ کلنې محصلې په ډله ییز توګه پلازمېنه نوي ډیلي کې ډله ییز جنسي تېری شوی و.

محصله او د هغې نارینه ملګری سخت ځپل شوي او وهل شوي وو، چې بیا وروسته قرباني شوې نجلۍ روغتون کې ساه ورکړه.

په دې قضیې سره هند کې پراخې مظاهرې وشوې او د مجرمینو د اعدام غوښتنې هم ورسره ډېرې شوې.

پولیس وايي د پنځو مجرمینو د نیولو لټون روان دی.
د عکس تشریح، پولیس وايي د پنځو مجرمینو د نیولو لټون روان دی.

پولیس وايي، له نیول شویو شکمنو یې پوښتنې پیل کړې، چې په مټ یې اصلي پنځه مجرمین ونیسي.

د هند د مهارشترا ایالت د کورنیو چارو وزیر ار ار پټیل د پېښې ځای کې خبریالانو ته وویل "دا یوه ډېر جدي او خواشینوونکې پېښه ده".

د نوي ډیلي د تېر کال له پېښې وروسته د ښځو د حقونو فعالینو له حکومته د ښځو د خوندیتابه غوښتنه کوله.

د ډيلي ډله ییز برید له شپږو شکمنو نیول شویو بندیانو یې تېر مارچ کې یو <link type="page"><caption> زندان کې مړ وموندل</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/news_in_brief/2013/03/130311_hh-rollingnews-3.shtml" platform="highweb"/></link> شو.

پنځه نور تورن لاهم د محاکمې په انتظار دي.