فرانسه: سوریه کې تر کیمایي برید وروسته ښايي زور کارول پکار وي

فرانسې ويلي که ثابته شي چې سوریې پر خپلو خلکو کیمیاوي وسلې کارولي نو دغه کړنه یې د یوه پیاوړي نړیوال غبرګون مستحقه ده.
د فرانسې د بهرینو چارو وزیر دا خبرې په داسې مهال کوي چې سوري فعالان وايي تر ۱۰۰۰ ډېر کسان د چار شنبې ورځې په برید کې وژل شوي دي.
فرانسه، برتانیا او ترکیه پر نړیوالو غږ کوي چې د اسد د رژیم پیاوړی ځواب ووايي.
دغو هېوادونو په یوه لیک کې ويلي چې د ملګرو ملتونو د وسلو د څار پلاوي ته چې له وړاندې په سوریه کې دی باید بېړنی واک ورکړل شي.
خو هېڅ داسې نښې نشته چې دغه پلاوي ته به د نورو پلټنو اجازه ورکړل شي.
دغه پلاوی د سوریې هغې سیمې ته نژدې اوسېږي چې د کیمیاوي وسلو برید په کې شوی دی خو دوی یوازې د دې اجازه لري چې درې هغه سیمې وګوري چې د ملګرو ملتونو او سوریې حکومت تر منځ پرې سلا شوې وه.
د سوریې دولت دا وروستي تورونه بې بنسټه بللي دي.
د سوریې پوځ وايي د مخالفو یاغیانو دغه ادعا درواغ ده او د دې لپاره یې دا اوازه ګډه کړې چې د خپل وروستي شا تګ څخه د خلکو پام واړوي.
د چار شنبې ورځې کیمیاوي برید نړیواله غندنه

سوریه کې د هغو کارول شویو کیمیاوي وسلو په اړه د نړیوالو غندنه ډېره شوې، چې سلګونه کسان یې دمشق ته څېرمه سیمو کې ووژل.
سوري فعالین او د حکومت مخالفین د دغو بریدونو پړه پر حکومتي ځواکونو اچوي، خو هغوی یې نه مني.
په وژل شویو کې زیاتره ماشومان دي.
لوېديځ هېوادونه
که څه هم ډېری لوېديځو هېوادونو د سم لاسي څېړنې په اړه اندېښنه ښوولې، خو روسیې او ایران دا تورونه رد کړي، چې ګنې د سوریې واکمن نظام دې کیمیاوي وسلې کارولې وي.
فرانسه
فرانسې ویلي که چېرې د ولسي خلکو د وژلو لپاره د سوري حکومت له لوري د کیمیاوي وسلو د کارولو ناشولته عمل ثابت شي، باید د واکمن نظام پرضد له زوره کار واخیستل شي.
د فرانسې د باندینیو چارو وزیر لوران فابیوس ویلي "نړیواله ټولنه باید سوریه کې له زوره کار واخلي، خو هلته د ځمکنیو ځواکونو استول مطرح نه دي".
نوموړی وايي "که چېرې امنیت شورا پرېکړه نه شي کولی، نو له نورو لارو ګټه واخلي".
امریکا
خو د امریکا متحدو ایالتونو له ملګرو ملتونو غوښتي، سم لاسي دې هغو سیمو ته خپل څېړونکي واستوي، چې د سوري مخالفانو په وینا حکومتي ځواکونو په کې کیمیاوي وسلې بریدونه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جنیفر بساکي ویلي "نن د سرو کرښو په اړه نه غږېږم".
وړاندې، د سپینې مانۍ یوه مرستیال جوش ایرنسټ ویلي وو چې د امریکا متحده ایالتونه هر راز کیمیاوي وسلې ته مراجعه کول او کارول غندي، او د هغو کسانو د محاسبه کولو غوښتونکې ده، چې دا کار کوي.
جرمني
بل خوا د جرمني صدر اعظمې انګیلا میرکل ویلي وو، که چېرې د کیمیاوي وسلو کارولو ادعاوې ثابتې شي، دا به یو "وېروونکی جرم " وګڼل شي.
میرکل د سوري نظام په همکارۍ د ملګرو ملتونو د څارونکو د دندې پراخولو غوښتنه هم کړې ده.
برتانیا
د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ بیا هیله ښوولې، چې د سوري ولسمشر بشارالاسد ملاتړي باید پوی شي چې "دوی څه ډول جرمونه او وحشیانه کارونه کوي".
هېګ وویل چې د ملګرو ملتونو څارونکې ډله باید د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه حقیقتونه ژر په ډاګه کړي؛ ځکه چې په وینا یې "هېڅ داسې مانع نه شته چې دوی د خپل فعالیت له قلمرو ایله څو میله لیرې د دا ډول ناورین له څېړلو راوګرځوي".
کاناډا
کاناډا بیا د سوریې پر حکومت غږ کړی، چې د ملګرو ملتونو له څېړونکې ډلې سره دې سمه همکاري وکړي.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر جان بییرد یوه ویناپاڼه کې ویلي چې د ټلوالې د معلوماتو له مخې"دوی ډېر اندېښمن شوي او دا وضعیت باید له نژدې وڅېړل شي".
اروپايي اتحادیه
اروپايي اتحادیې هم د دې قضیې په اړه د یوې داسې سم لاسي او هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې، چې ټول حقایق باید په کې روښانه شي.
ترکیه
ترکیې ویلي، تر ټولو سرو کرښو ګام اوښتی.
ارجنټاین
ملګرو ملتونو کې د ارجنټاین سفیرې ماریا کریسټینا برسیفال ويلي چې "د شورا غړي د دغو ادعاوو په اړه سخت اندېښمن دي".
روسیه او ایران
د دې ټولو غبرګونونو په مقابل کې، روسیې (چې د اسد نظام ټینګ ملاتړې ده) د سوري ځواکونو له لوري د کیمیاوي وسلو کارولو ادعاوې "یوه دسیسه بللې، چې وايي لا له وړاندې پلان شوې ده".
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، سوري مخالفینو وړاندې ویلي وو، چې د اسد نظام کیمیاوي وسلې کاروي، چې حقیقت یې نه درلود.
دغه وزارت دا هم ویلي چې "دا کار لا له وړاندې پلان شوی دی".
ایرا هم د دمشق پرضد ادعاوې بابیزه بللې دي، بلکې د کیمیاوي وسلو او وژنو پړه یې د سوري نظام پر مخالفانو اچولې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي چې "که چېرې د کیمیاوي وسلو کارولو ادعاوې سمې وخېژي، نو کاروونکي به یې له شک پرته ترهګرې او تکفیري ډلې وي، او دا به خلکو ته ثابته کړي، چې دوی له هېڅ ډول جرم لاس نه اخلي".
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ایله د یوې داسې اعلامیې په خپرولو بسنه کړې، چې "د دمشق ختیځ الغوطه سیمو کې کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې تر ۱۳۰۰ ډېر کسان یې وژلي، چې زیاتره پکې ماشومان دي".
دغې شورا د بان کي مون د هغه امر ملاتړ کړی، چې د دې کار په اړه دې بې پرې څېړنه وشي.
سوریه کې د یوې باوری او خپلواکې سرچینې له خوا د کیمیاوي وسلو د کارولو ثابتول ګران کار دی، او نه هم هلته بمباریو کې د وژل شویو دقیق شمېر معلومېدی شي.
خو د سوري فعالینو له خوا داسې وېديويي انځورونه خپاره شوي، چې سلګونه مړي - چې زیاتره یې ماشومان دي- ښوول شوي، چې پر بدنونو یې هېڅ ټپونه نه ښکاري.








