پر بشارالاسد د برید ناتایید شوي رپوټونه ورکړل شوي

د سوریې دولتي ټلویزیون په داسې حال کې د دغه هېواد د ولسمشر بشار الاسد ویډیويي تصویرونه خپاره کړي، چې نوموړی د پلازمېنې دمشق په یوه جومات کې لیدل کېږي.
دغه تصویرونه د سوري اپوزېسیون له لوري له ناتایید شویو رپوټونو وروسته خپاره شول، چې په کې د نوموړي د موټرو پر کاروان د برید ویل شوي وو.
د دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې بشار الاسد د روژې میاشتې له پایته رسېدو وروسته جومات ته د اختر لمانځه ادا کولو لپاره تللی و.
د اپوزېسیون یوه جنګیالي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د بشارالاسد د موټرو پر کاروان هغه مهال راکټي برید وشو، چې نوموړی د پلازمېنې په مالکي سیمه کې جومات ته پر لاره و.
دغه سیمه کې د ولشمر اسد کور موقعیت لري.
بل لور ته د سوریې د اطلاعاتو وزیر اومران زوابي، چې وايي له ولسمشر اسد سره جومات کې یو ځای و، د برید رپوټونه رد کړي.
تر اوسه څرګنده نه ده، چې ایا د سوریې پر ټلویزیون خپاره شوي انځورونه له مخکې ثبت شوي که څنګه.
لسګونه زره قربانیان
تېره جون میاشت کې ملګرو ملتونو وویل، چې د سوریې د بحران له پیله تر اوسه دغه هېواد کې ۹۳۰۰۰ کسان وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو مرستیال سکرتر امنیت شوری ته هغه مهال وویل، چې هره میاشت سوریه کې پنځه زره کسان وژل کېږي.
په ورته مهال ملګرو ملتونو کې د سوریې سفیر بشارجعفري ویلي و، چې حکومت یې له ولس سره د مرستې کولو هره ممکنه هڅه کوي.








