له یمن پرته امریکا خپل ټول تړلي سفارتونه بېرته پرانیزي

د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، منځني ختيځ او نورو هېوادونو کې به خپل هغه ۱۹ سفارتونه او دیپلوماتیک مرکزونه بېرته پرانیزي، چې تېره اونۍ یې د تړلو امرکړی و.
خو واشنګټن ویلي، چې یمن کې لاهم د ترهګریزو بریدونو ګواښ او وېره شته او هلته به خپل سفارت تر ناټاکل شوې مودې تړلی پرېږدي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویليو چې د یمن صنعاء کې به خپل سفارت د یو لړ ګواښونوله وېرې تړلی پرېږدي.
دوی وايي، چې هلته د القاعدې شبکې دوی ته د بریدونو ګواښ کړی و.
خو ډېر تفصیل یې په دې اړه نه دی ورکړی.
واشنګټن وايي، چې د پاکستان لاهور کې به هم خپله کونسلګري تړلې پرېږدي، چې د تېرې پنجشنبې پر ورځ وتړل شوه.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جین بساکي ویلي، "صنعاء او لاهور کې به خپل کونسلګرۍ تړلې پرېږدو".
بساکي زیاتوي چې "موږ به د خپلو دغو تړل شویو دیپلوماتیکو مرکزونو په اړه پوره غور وکړو، او د خپلو کارکوونکو د خوندي ساتلو لپاره به لا خپل پام ډېر کړو، او د هغو امریکایانو د حفاظت لپاره به اړین ګامونه پورته کړو، چې بهر ته سفر کوي او یا زموږ بنسټونو ته ورځي".
د امریکا متحدو ایالتونو د تېرې یکشنبې پر ورځ منځني ختيځ او افریقا کې د خپلو ۱۹ دیپلوماتیکو مرکزونو او استازولیو د تړلو امر وکړ.
رپوټونه وايي، امریکا د نړۍ ګڼو هېوادونو کې وروسته تر هغه د خپلو سفارتونو د تړلو امر وکړ، چې د القاعدې شبکې د دوو مشرانو ترمنځ یې د بریدونو د ګواښ خبرې واورېدې.
د القاعدې دغو دوو مشرانو پر سفارت د برید په اړه خبرې کولې.
د تېرې پنجشنبې پر ورځ امریکا د پاکستان لاهور ښار کې د خپلې کونسلګرۍ د تړلو امر وکړ.
امریکايي چارواکو وویل دا ګام یې د احتیاط لپاره پورته کړی، خو د نورو تړل شویو دیپلوماتیکو مرکزونو له مسالې سره هېڅ تړاو نه لري.








